د ننګرهار ولایت په زندان کې د ۶۰ تنو زندانیانو ترمنځ د قرآن کریم د تجوید سیالۍ ترسره شوه

news_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۲ - ۱۴:۵۸
ولایتی

ولایتي خبرونه (ننګرهار، زابل، میدان وردګ)

د ننګرهار ولایت په زندان کې د ۶۰ تنو زندانیانو ترمنځ د قرآن کریم د تجوید سیالۍ ترسره شوه

 

دغه سیالۍ چې د دې ولایت د زندان د مسوولینو لورې په په لاره اچول شوې وې او د دې زندان د حیدري، محمدي او عمري بلاکونو ۶۰ تنو زندانیانو ګډون  درلود، نن پای ته ورسېدې.

د نوموړي زندان رئیس محترم مولوي محمد مقتدا "حفیظ الله" د غونډې ګډونوالو ته د قرآن عظیم الشان په فضیلت خبرې وکړې او زیاته کړه چې د دیني او عصري او زده کړو په ترلاسه کولو سره کولی شئ خپلې چارې سمې او دنیوي او اخروي ګټې ترلاسه کړی.

داراز، غوندې په پای کې د زندان د مسوولینو له لورې د سیالۍ ګډونوالو ته ستایلکونه ورکړل شول.

 

د یو بل خبر له مخې، د زابل ولایت د زندان مسوولینو په وینا، د دې ولایت زندان له زندانیانو څخه د خاتم النبیین (صلی الله علیه وسلم)  تر عنوان لاندې د سیالیو ازموینه چې د دې ولایت د پوهنې ریاست د تدریسي امریت او اطلاعاتو کلتور ریاست د ځوانانو چارو امریت لورې په لاره اچول شوې وه، د یولړ مراسمو په ترڅ کې پای ته ورسېده.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې چې د دې ولایت د زندان امر محترم مولوي محمد هاشم "حقاني" د پوهنې او اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو مسوولینو برخه لرله، د نبوي (صلی الله علیه وسلم) سیرت زده کړې او دغه ډول روزونکو برنامو په ارزښت یې خبرې وکړې او زیاته کړه، د دې سیالۍ څخه یې موخه د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) ژوند، کړه وړه په ټولنه کې د چلند په اړه ستاسو خبرول دي او  په کار ده  چې هر مسلمان ځوان د خپل محبوب پیغمبر (صلی الله علیه وسلم) د مبارک سیرت څخه ځان خبر کړي او په خپل ورځني ژوند کې یې عملي کړي.

د یادولو ده چې د ګډونوالو د اموزینې پاڼو کتلو وروسته به د دغې سیالۍ غوره زده کوونکو ته ډالۍ او ستاینلیکونه ورکړل شي.

 

بلخوا بیا د میدان وردګ ولایت د زندان مسوولینو له لورې د سید اباد ولسوالۍ توقیفخونې لپاره نوی امر او مرستیال او نوموړي زندان د ښځینه زندان بلاک لپاره نوی امر معرفي شول او په چارو کې ورته د لا بریالیتوب هېله وشوه.

 

ربیع الاول ۲۰/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۵۴
Background image

ولایتي خبرونه:( ننګرهار، فاریاب) د ننګرهار ولایت د  زندان په جامع جومات کې د زندان نظامي او ملکي پرسونل لپاره پيل شوې د تفسیر القران کریم دوره پای ته ورسېده

 ياده دوره چې د شعبان میاشتې په جریان کې پیل شوې وه، د قرآن کریم د تفسیر، ديني پوهاوي او فکري اصلاح په موخه ترسره کېده، پرتمینو مراسمو پرمهال او د اختتامیې د دعا په ویلو سره پای ته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۳۱
Background image

د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز (۹۹) تنه محجوزین له عفوې او تخفیفه برخمن شول

د ا.ا.ا. د سترې محکمې د عالي مقام په هدایت او د زندانونو چارو د سمون ادارې په همغږۍ او د اړوندو اورګانونو په ګډون د ټاکل شوي پلاوي له خوا د کوچني اختر په مناسبت د کابل ولایت د ماشومانو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۳:۲۳
Background image

ولایتي خبرونه: )ننګرهار، بامیان، هلمند( د ننګرهار، بامیان او هلمند ولایتونو د زندانونو (۱۵۳۸) تنه زندانیان له عفوې او تخفیفه برخمن شول

د ا.ا.ا. د سترې محکمې د عالي مقام په هدایت او د زندانونو چارو د سمون ادارې په همغږۍ او د اړوندو اورګانونو په ګډون د ټاکل شوي پلاوي له خوا د کوچني اختر  په مناسبت د ننګرهار، بامیان او. . .

BACK TO NEWS