د بادغیس ولایت د زندان د ملکي او نظامي پرسونل لپاره د فقهي او عقیدتي زده کړو د دورې له ګډونوالو څخه د پوهېدو د ارزونې په موخه ازموینه واخیستل شوه
دا دوره، چې د ا.ا.ا. د امر باالمعروف ونهی عنل المنکر وزارت په لارښوونه د هېواد په ټولو ادارو کې پیل شوې تېره ورځ د بادغیس ولایت د دعوت او ارشاد امریت له لورې د دې ولایت د زندان د ملکي او نظامي پرسونل څخه ازموینه واخیستل شوه.
داراز، د نوموړې ولایت د دعوت او ارشاد امر په دې اړه جوړو شویو مراسم کې وویل چې د ادارې پرسونل لپاره دیني زده کړې اړیني دي او د خوښۍ ځای دی چې داسې فرصتونه ورته برابر شوي، نو دوی باید هڅه وکړي چې له دې لارې په ټولو شرعي اصولو ځانونه پوه کړي.
د یو بل خبر له مخې، د ننګرهار ولایت د زندان ریاست له لورې د دې ولایت توقیفخونو مسوولینو لپاره پنځه ورځنۍ سیمینار پای ته ورسید
دغه سیمینار چې د دې ولایت د ښوونې او بیا روزنې امریت له لورې جوړ شوی و، د دې ولایت د توقیفخونو ۳۵ تنو مسوولینو په کې برخه اخیستي وه چې د کارکوونکو د پوهې لوړولو په موخه د لوژستیک، اوپراسیون، د عدلي او قضايي اورګانو سره د همغږی او مالي برخو کې د مجربو استادانو لورې زده کړې ورکړل شوې.
د دې ولایت د زندان مسوولینو دا ډول سیمینارونه ګټور و بلل او له ګډونوالو یې وغوښتل چې له ترلاسه کړو زده کړو څخه په عملي ډګر کې ګټه پورته کړي.
مسوولین زیاتوي د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په پار به د دې ولایت د توقیفخونو او اداري مسوولینو لپاره ورته نورې روزنیزې برنامې هم په لاره واچوي.
ربیع الاول ۷/ ۱۴۴۶
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت