د زندانونو چارو د سمون ادارې د تعمیراتو رئیس او مل پلاوي یې د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز د یو شمېر رغنيزو چارو څخه لیدنه وکړه

د دغې ادارې د تعمیراتو رئیس محترم حاجي عبدالرحمن "عابد"په داسې حال کې چې د دې ادارې د تدارکاتو رئیس محترم میرمحمد "مجدود" یې هم ملتیا کوله د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز د یو شمېر رغنيزو چارو څخه لیدنه وکړه.
داراز، پلاوي د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز د مسجد د پراخوالي او د هغه دېوال او ټاورونو د جوړېدو چارې چې د کابل ښاروالۍ په همغږۍ د ښاري ماسټرپلان له مخې دې مرکز ته څېرمه د سړک جوړولو او پراخولو لپاره نړول شوې وې، رغنیزې چارې وارزولې.
دغه راز، د پلاوي په وینا دغه چارې د زندانونو چارو د سمون ادارې په مالي ملاتړ او د اړوندو باتجربه کاري ډلې له لوري په مخ وړل کېږي چې په ډېره کمه موده کې به په اساسي ډول بشپړې او له امله به یې د دې مرکز د ماشومانو محجوزینو لپاره د لازمو او د پام وړ اسانتیاوو ترڅنګ، د امنیت په لا ټینګښت کې مثبته ونډه ولري.
صفر المظفر ۲۹/ ۱۴۴۶
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت