ولايتي خبرونه (زابل، سمنګان) زابل ولایت د شاجوی، ارغنداب او شهر صفا ولسوالیو توقیفخونو لپاره نوي امرین په دندو وګومارل شول
د زابل ولایت د زندان امر محترم مولوي محمد هاشم "حقاني" په مشرۍ یوه پلاوی شاجوی، ارغنداب او شهرصفا ولسوالیو ته په سفر ولاړ، او د ادارې له اړتیا سره سم یې محترم حاجي فیض الله "فیضان" د ارغنداب ولسوالۍ د توقیفخونې امر په توګه، محترم مولوي مسلم الله "سالمي" شاجوی ولسوالی د توقیفخونې د امر په توګه او محترم مولوي شیر احمد "حبیب" د شهر صفا ولسوالۍ د توقیفخونې د امر په توګه د مراسمو په ترڅ کې د یادو توقیفخونو پرسونل ته معرفي کړل.
داراز، په دې اړه د جوړو شویو مراسمو کې ویناوالو د دې ولسوالیو د توقیفخونو د مخکینيو مسوولینو کړنې او فعالیتونه وستایل او د یادو توقیفخونو له ملکي او نظامي پرسونل څخه یې له اوسنيو مسوولینو سره د همکارۍ او په ګډه د چارو ښه پرمخ وړلو غوښتنه وکړه.
په ورته وخت کې، د نوموړو توقیفخونو لپاره نویو ګومارل شویو مسوولینو د یاد ولایت د زندان له رهبرۍ څخه پر هغوی د باور کولو مننه او ژمنه یې وکړه، چې د ادارې له لورې ورسپارل شوي مسوولیتونه به په پوره رېښتینولۍ سره پر مخ وړي.
د یو بل خبر له مخې، یونیسف موسسې له لورې د سمنګان ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز سره د حفظ الصحې توکو مرسته وشوه
د یونیسف موسسې له لوري د دغه ولایت له د ماشومانو او د اصلاح مرکز سره د حفظ الصحې توکي چې شامپو، د ماشومانو پوډر، څپلۍ، شیدې او د اړتیا وړ نور توکي په کې شامل ول، مرسته وشوه چې د یاد مرکز د مسوولینو له لورې په پوره شفافیت سره پر محجوزینو وويشل شوه.
داراز، د نوموړي ولایت مسوولینو د یونیسف موسسې د مرستو څخه د مننې ترڅنګ د مرستو پر دوام یې ټینګار وکړ.
صفر المضفر ۲۵/ ۱۴۴۶
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت