د زندانونو چارو د سمون ادارې د مرکزي برخو د وسایطو لپاره یو سرپټی تم ځای جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

news_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۱۶ - ۱۴:۵۰
تعمیرات

د دغې ادارې د تعمیراتو د رئیس محترم حاجي عبدالرحمن "عابد" په خبره، د دې ادارې د مرکزي برخو د نقلیه وسایطو لپاره یاد تم ځای چې د لسګونو لویو او کوچنیو نقلیه وسایطو د ځایېدو ظرفیت لري جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
نوموړي زیاته کړه، دا تم ځای چې د زندانونو چارو د سمون ادارې په مالي ملاتړ او د اړوندو باتجربه کاري ډلې له لوري په ډېره کمه موده کې په اساسي ډول جوړ شوی، له امله به یې د ادارې وسایط له لمر، باران او نورو ستونزو څخه خوندي وساتل شي.

صفر المظفر ۲ / ۱۴۴۶
د مقام د دفتر ریاست 
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۱۳:۲۶
Background image

د کابل ولایت په مرکزي زندانونو کې د لس درې ورځني فکري او اصلاحي سمینار او د قرآن کریم د ترجمي او تفسیر دوره د اختتامیې دعا په ویلو سره پای ته ورسېده

د زندانونو چارو د سمون ادارې او د تنویر فکري او فرهنګي ټولنې په همغږۍ د کابل ولایت په زندانونو کې د لس درې ورځني فکري او اصلاحي سمینار او د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت د قرآن کریم د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۱۲:۲۱
Background image

ولایتي خبرونه (بامیان، میدان وردګ، پروان) بامیان ولایت په زندان کې زندانیانو ته د قرآن کریم د تفسیر تعلیمي دوره پای ته ورسېده

یاده دوره چې د رمضان المبارک میاشتې د رارسېدو په مناسبت د یاد ولایت د زندان او د حج اوقافو ریاست په همغږۍ پیل شوې وه، پای ته ورسېده.

په دې اړه جوړو شویو مراسو کې د بامیان ولایت د زندان. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۰:۲۸
Background image

د پکتیکا ولایت د زندان (۳۰) تنه بندیان د فلزکارۍ له حرفوي زده کړو څخه فارغ شول

د یاد ولایت د زندان امر محترم مولوي احسان الله صلاح الدین وایي، د یاد ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت په همکارۍ، د حرفوي زده کړو په لړۍ کې د یاد زندان ۳۰ تنه بندیان د فلزکارۍ له. . .

BACK TO NEWS