د کندز ولایت د زندان نظامي مرستیال په مشرۍ پلاوي د دې ولایت د عدلي او قضايي اورګانونو له مسوولینو سره ولیدل
د یاد زندان نظامي مرستیال محترم الحاج ملا محمد عثمان "عثماني" په مشرۍ پلاوي د دې ولایت د عدلي او قضايي اورګانونو له مسوولینو سره ولیدل او د زندانیانو د محاکماتي چارو په اړه یې ورسره خبرې اترې وکړې.
داراز، نوموړي پلاوي یادو مسوولینو ته د زندانیانو دوسیو د ژر څېړلو ترخوا په نوري قضايي برخو کې هم د اسانتیاوو د لا زیاتولو یادونه وکړه چې د دې ولایت د عدلي او قظایي اورګانونو د مسوولینو له لوري ورته په یادو برخو کې پر وخت د رسېدنې ډاډ ورکړل شو.
محرم الحرام ۲۵/ ۱۴۴۶
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
