د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال د کابل ولایت د څرخي پله مرکزي زندان د تعلیمي مرکز قوماندانۍ د روزنیز او مسلکي کورس له روان بهیر څخه ارزونه وکړه
د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله" بدر" په داسې حال کې چې د ادارې خدماتو رئیس محترم مولوي عبدالمالک "خاکسار"، د نظامي ښوونې او روزنې واحد قوماندانۍ قوماندان محترم مل پاسوال مولوي نورالله "دروېش"، د مرکزۍ محبس امنیتي معاون مل پاسوال مولوي عبداللطیف "سجاد" او یو شمېر نورو مسوولینو یې هم ملتا کوله د کابل ولایت د څرخي پله مرکزي زندان د تعلیمي مرکز قوماندانۍ د روزنیز او مسلکي کورس له روان بهیر څخه ارزونه وکړه.
داراز، د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله" بدر" د کابل ولایت د څرخي پله مرکزي زندان د تعلیمي مرکز قوماندانۍ د روزنیز او مسلکي کورس د نظامي برخې ګډونوالو زده کوونکو ته په خپلو خبرو کې زیاته کړه « دا چې د زندانیانو ساتل لوی مسؤلیت دی نو د زندانونو چارو د سمون اداره تل کوښښ کوي څو د ادارې د ملکي او نظامي پرسونل د ښوونې او روزنې د مختلفو برنامو له لارې داسې وروزي چې کاري وړتیا یې لوړه او ورسپارل شوې مسوولیتونه په پوره رېښتینولۍ، صداقت او زړورتیا سره ترسره کړي.
همداشان، نظامي مرستیال د یاد کورس ګډونوالو نظامي مسوولینو ته سپارښتنه وکړه چې بېرته چارو ته پر ورستنېدو له زندانیانو سره لا نور هم ښه چلند وکړي، هغوی ته د دیني، عصري او حرفوي زده کړو زمینه برابره او د انساني او شرعي حقونو په خویندیتوب کې یې جدي پاملرنه وکړي، څو ټول محبوسین، تورن او محجوزین د سالمو او اصلاح شویو وګړو په توګه له خپلو کورنیو او ټولنې سره یوځای شي.
همداراز، د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي چارو مرستیال د نوموړي کورس له استادانو څخه وغوښتل، چې په کورس کې د ګډونوالو د ښې روزنې لپاره خپلې هلې ځلې لازیاتې او د مربوطه چارو په هکله ورته لازمې لارښوونې وکړي.
محرم الحرام ۱۸/ ۱۴۴۶
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت