د میدان وردګ ولایت د زندان د موټر چلولو د برخې پرسونل لپاره د موټر چلولو ۱۰ ورځینی مسلکي کورس پای ته ورسېد

news_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۳/۲۳ - ۱۵:۴۴
میدان

د میدان وردګ ولایت د زندان مسوولینو په هڅو او ددې ولایت د ټرافیکو مدیریت له لوري د نوموړي زندان د ‌موټر چلولو د برخې ملکي او نظامي پرسونل لپاره د موټر چلولو مسلکي زده کړو کورس پای ته ورسېده.

د یاد ولایت د زندان  آمر محترم مولوي صلاح الدین یاد مدیریت څخه د مننې ترڅنګ زیاته کړه، یاد کورس چې ۱۰ ورځې یې دوام وکړ له ګډونوالو څخه یې د پوهېدو د ارزونې په موخه د ازموینې په اخېستلو سره وړ کسانو ته د موټر چلونې  رسمي اسناد ورکړل شول چې پرمټ به یې د ادارې له وسایطو څه په قانوني ډول استفاده ښه ساتنه او پالنه وشي.

 

ذوالحجة الحرام ۵/ ۱۴۴۵

د مقام د دفتر ریاست

د اصلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۲:۵۱
Background image

 پکتیا ولایت په مرکزي زندان کې زندانیانو ته د قرآن کریم د تفسیر تعلیمي دوره د اختتامیه دعا په ویلو سره پای ته ورسېده

یاده دوره چې د رمضان المبارک میاشتې د رارسېدو په مناسبت د شعبان میاشتې په پنځمه نېټه د محترم شیخ مولوي محمد ضابط "الحنفي" له لوري پیل شوې وه، د پای ته ورسېده

د پکتیا ولایت د زندان د مس. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۲:۱
Background image

ولایتي خبر:(هرات) د هرات ولایت په زندان کې (۲۱۵)تنه محبوسین او محجوزین د قرآن کریم د تجوید، ناظرې، حرفوي زده کړو او سواد زده کړې له دورو څخه فارغ شول

په دې اړه جوړ شویو مراسمو کې، چې د دې ولایت د زندان او سیمه ییزو مسوولینو ګډون درلود، د زندان رئیس محترم مولوي شراف الدین مخلص وویل، دغه تعلیمي او مسلکي پروګرامونه د دې لپاره تنظیم شوي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۱:۵۴
Background image

ولایتي خبرونه: (ننګرهار، غزني) د ننګرهار او غزني ولایتونو د زندانونو د امنیتي پرسونل او زندانیانو له خوا د تراوېح لمونځونو پرمهال د قرآن عظیم الشان او ترجمې ختمونه پایته ورسېده

د یادو زندانونو مسوولینو په دې اړه په جلا جلا توګه د جوړو شویو مراسمو په ترڅ کې د روژې مبارکې میاشتې د فضیلتونو په هکله خبرې وکړې او ویې ویل: « دا چې دا د رحمت، برکت او مغفرت میاشت ده،. . .

BACK TO NEWS