ولایتي خبرونه(غزني- بامیان) د غزني ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" د یو شمېر نړېوالو بنسټونو مسوولینو سره ولیدل او پر یو لړ مسایلو یې خبرې وکړې.

news_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۳/۱۵ - ۱۵:۰
ولایتی

همداراز، د یادو بنسټونو له لوري د دغه ولایت له زندان سره د یوه اندازه روغتیايي توکو مرسته وشوه چې د یاد زندان د مسوولینو له لورې په پوره شفافیت سره پر زندانیانو وويشل شوه.

همدا راز، د غزني د زندان رئیس د یادې مرستې په موخه د مننې ترڅنګ دغه توکي اړین وبلل او له نوموړو یې د ورته نورو مرستو او همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.

د یو بل خبر له مخې، د بامیان ولایت د روغتیا ریاست له لورې د دې ولایت زندان  سره د روغتیايي کیټونو مرسته وشوه

داراز، د یاد ولایت د روغتیا ریاست له لوري د دغه زندان سره (۱۴) روغتیايي کیټونو مرسته وشوه چې د یاد مرکز د مسوولینو له لورې په پوره شفافیت سره پر ښځینه محبوسینو او  محجوزینو وويشل شوه.

 

ذوالقعدة الحرام ۲۶/ ۱۴۴۵

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت  

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۲:۵۴
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې د تعلیمي مرکز قوماندانۍ د محابسو مسلکي روزنیز دوه میاشتني کورس څخه د مرکز کابل په ګډون د (۳۳) ولایتونو د زندانونو (۱۲۱) تنو افسرانو او ساتنمنانو د فراغت سندونه ترلاسه کړل

د زندانونو چارو د سمون ادارې د تعلیمي مرکز قوماندانۍ له ښوونیز او روزنیز کورس څخه چې د مرکز او (۳۳) ولایتونو د زندانونو له ډلي (۱۲۱) تنو افسرانو او ساتنمنانو دوه میاشتې زده کړو په دوره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۲:۱۶
Background image

ولایتي خبرونه ( بلخ، نورستان) د بلخ او نورستان ولایتونو د زندانونو (۲۶۶) تنه زندانیان له عفوې او تخفیفه برخمن شول

د ا.ا.ا. د سترې محکمې د عالي مقام په هدایت او د زندانونو چارو د سمون ادارې په همغږۍ او د اړوندو اورګانونو په ګډون د ټاکل شوي پلاوي له خوا د کوچني اختر  په مناسبت د بلخ او نورستان. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۲:۵۱
Background image

 پکتیا ولایت په مرکزي زندان کې زندانیانو ته د قرآن کریم د تفسیر تعلیمي دوره د اختتامیه دعا په ویلو سره پای ته ورسېده

یاده دوره چې د رمضان المبارک میاشتې د رارسېدو په مناسبت د شعبان میاشتې په پنځمه نېټه د محترم شیخ مولوي محمد ضابط "الحنفي" له لوري پیل شوې وه، د پای ته ورسېده

د پکتیا ولایت د زندان د مس. . .

BACK TO NEWS