ولایتي لنډ خبرونه: (بامیان، غزني، فاریاب، پروان، کندز)

news_admin
شنبه ۱۴۰۳/۳/۱۲ - ۱۵:۰
ولایتی

د ا.ا.ا د عالیقدر امیر المؤمنین (حفظه الله) د فرمان پر بنسټ د غزني ولایت د ده یک، مقر، قره باغ، ګیلان او ناور ولسوالیو د توقیفخونو د رغونې چارې پیل شوې.

د نوموړي زندان د رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" په وینا یادې چارې چې مالي لګښت یې د زندانونو چارو د سمون ادارې له خوا ورکول کېږي په معیاري ډول جوړیږي  او په بشپړېدو سره به یې د دې ولایت د نوموړو توقیفخونو تورنو  ته لازمې اسانتیاوې برابرې او ستونزې به یې هوارې شي.

بامیان:

د یو بل خبر له مخې، د بامیان ولایت والي محترم مولوي عبدالله " سرحدي" او مل پلاوي یې تېره ورځ د دغه ولایت د زندان له مسوولینو سره  ولیدل او د زندان پر اړوندو موضوعاتو یې ورسره خبرې اترې وکړې.

پلاوي د زندان له اداري شعبو، ښوونیزو او روغتیا برخو څخه په جلا جلا توګه لیدنه وکړه او اړوندو مسوولینو ته یې لارښوونه وکړه څو لا نورې اسانتیاوې زندانیانو ته برابرې کړي.

همدا راز، یاد پلاوي د نوموړي زندان له زندانیانو سره هم وکتل، د هغوی ستونزې او غوښتنې یې له نږدې واورېدې او اړوند مسوولینو څخه یې د زندانیانو لپاره د ښو خدماتو  د رامنځ ته کولو په موخه د مننې  ترڅنګ د زندانونو چارو د سمون له ادارې سره په دوامداره توګه د مرستو او همکاریو د دوام ډاډ ورکړ.

فاریاب:

بل لور بیا، د فاریاب ولایت د زندان مسوولینو د دې ولایت د قیصار ولسوالۍ توقیفخونې د لیدنې ترڅنګ، د یادې توقیفخونې له مسوولینو او پرسونل سره ولیدل او په اړوندو مسایلو یې ورسره خبرې وکړې.

داراز، نوموړو مسوولینو د یادې ولسوالۍ د توقیفخونې له توقیفیانو سره هم ولیدل او د هغوی ستونزې او غوښتنې یې له نږدې واوریدې او د حل په موخه یې اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.

پروان:

همداراز، د سره صلیب نړېوالې کمیتې له لوري د پروان ولایت د زندان له زندانیانو سره د حفظ الصحې او اړتیا وړ توکو مرسته وشوه.

په یادو مرسته شویو توکو کې، شامپو، د غاښونو برس، کریم، د مخ کریم، صابون، او داسې نور لازم توکي موجود وو، چې د یاد زندان د مسوولینو له خوا په پوره شفافیت د نوموړي زندان پر نارینه او  ښځینه محبوسینو، تورنو او محجوزینو وويشل شول.

کندز:

په ورته وخت کې د همکارو موسسو له لورې د کندز ولایت د ماشومان د اصلاح او روزنې امریت سره (۷۵) قلمه توکو مرسته چې د ځان مینځلو، جامو مینځلو توکو ترڅنګ، د اوبو څښلو ترموزونه، سطلونه، تشتونه، قلمونه او کتابچې او د اړتیا وړ نور توکې شامل دي، د دې امریت مسوولینو ته وسپارل شول.

داراز، نوموړو مسوولینو وویل: کوښښ کوي څو په بیلابیلو برخو کې له ملي او نړیوالو مرستندویه بنسټونو مرستې را جذب او په روڼه توګه یې زندانیانو ته وویشي.

 

ذوالقعدة الحرام ۲۳/ ۱۴۴۵

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۲:۱۸
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د څارنې او ارزونې ریاست له لورې د مرکزي واحدونو مسوولینو ته د ربعوار راپور د چوکاټ تشریح تر نامه لاندې یو ورځینۍ سمینار ترسره شو.

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د کارکوونکو چارو رئیس محترم مولوي ضیاألرحمن "سعید" په داسې حال کې، چې د ادارې یو شمېر نورو مسوولینو هم ګډون درلود، د یاد سمینار پر ارزښت سربېره په چارو کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۲:۰
Background image

د بیړنیو حالاتو د چمتووالي او احتمالي پلان جوړونې درې ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې له لورې د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ICRC) په همکارۍ د دې ادارې د مرکز او ولایتونو یو شمېر مسوولینو ته د «بیړنیو حالاتو د چمتووالي او احتمالي پلان جوړونې» تر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۱:۴۹
Background image

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې له لورې د بلخ ولایت له زندان سره د حفظ الصحې او اړتیا وړ توکو مرسته وشوه

یاده مرسته کې، چې د کالیو منځلو پودر، صابون، غاښونو کریم، ترموزونه، ستلونه او د پاکۍ لپاره نور د اړتیا وړ توکي شامل ول، د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو. . .

BACK TO NEWS