ولایتي لنډ خبرونه: ( پروان، غزني، کندز )

news_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۳/۶ - ۱۵:۴۹
خبر ولایتی

د پروان د زندان رئیس محترم مولوي عبدالرحیم "احمد" تېره ورځ د دغه ولایت د زون د نظامي  محکمې له رئیس محترم الحاج مولوي غلام رسول "بهرمند"  او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل او د زندانیانو د محاکماتي چارو او دوسیو څېړلو په هکله یې ورسره خبرې اترې وکړې.
داراز، پلاوي د پروان ولایت له زندانیانو سره هم له نږدې ليدلي د هغوی ستونزې او غوښتنې یې اورېدلي، چې زندانیانو د پلاوي په ورتګ خوښي څرګنده کړه او د خپلو جرمي دوسیو د ژر څېړلو غوښتنه يې ترې وکړه.
په ورته وخت کې، د دې ولایت د زون د نظامي محکمې رئیس محترم الحاج مولوي غلام رسول بهرمند په مشرۍ پلاوي د نظامي برخې زندانیانو ته ډاډ ورکړ چې دوی به  یې د جرمي دوسیو په برخه کې خپلو چارو ته چټکتیا ورکړي.
غزني:
د یوبل خبر له مخې، د غزني ولایت د زندان مسوولینو په هڅو او ددې ولایت د ټرافیکو مدیریت له لوري د نوموړي زندان د ‌موټر چلولو د برخې ملکي او نظامي پرسونل لپاره د موټر چلولو د مسلکي زده کړو کورس پای ته ورسېده 
د یاد ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" یاد مدیرت څخه د مننې ترڅنګ زیاته کړه، یاد کورس چې ۱۵ ورځې یې دوام وکړ له ګډونوالو څخه یې د پوهېدو د ارزونې په موخه د ازموینې په اخېستلو سره وړ کسانو ته د موټر چلونې  رسمي  اسناد ورکړل شو چې پرمټ به یې د ادارې له وسایطو څه ښه ساتنه او پالنه وشي.
کندز:
بل لور بیا، د همکارو موسسو له لوري د کندز ولایت مرکزي زندان او د دې ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې له مرکز سره د اړتیا وړ توکو مرستو کې چې د ځان مینځلو، جامو مینځلو، د اوبو څکلو ترموزونه، ستلونه، تشتونه او د اړتیا وړ نور توکې په کې شامل دي د نوموړي زندان مسوولینو ته وسپارل شول.
د زندان مسوولین زیاتوي دوی کوښښ کوي څو په بیلابیلو برخو کې له ملي او نړیوالو مرستندیو بنسټونو څخه د اړتیا وړ مرستې جذب او په روڼه توګه یې په زندانیانو وویشي.

ذوالقعدة الحرام ۱۷/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۹ - ۱۵:۱۵
Background image

ولایتي خبرونه: (هرات، پکتیکا، کاپیسا) د زندانونو چارو د سمون ادارې د مقام سلاکار هرات ولایت ته سفر وکړ

 

محترم قاري عبد الله "همدرد" هرات ولایت ته د سفر په ترڅ کې د نوموړي زندان له مسوولینوو سره د لیدلو ترڅنګ، د نوموړي زندان له اداري، تخنیکي او امنیتي چارو څخه ارزونه وکړله.

ورپسې، د دې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۹ - ۱۴:۲۹
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې د فقهي او عقیدتي درسونو (۶) میاشتینۍ دوره، له ګډونوالو څخه د ازموینې په اخیستو پای ته ورسېده

دغه دوره، چې د ا.ا.ا. د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت د نصاب سره سم او د نوموړې ادارې د ارشاد او دعوت ریاست په هڅو (۶) میاشتې مخکې پیل او شاوخوا (۷) سوه ملکي او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۸ - ۱۴:۵۹
Background image

ولایتي خبرونه:(بادغیس، لغمان، غزني، غور) د بادغیس ولایت د زندان مسوولینو د کونړ ولایت له زلزله ځپلو سره مرسته وکړله

د نوموړي زندان مسوولینو وویل، د یاد زندان د مسوولینو له لورې د کونړ ولایت زلزله ځپلو سره مالي مرسته را ټوله کړې او د یاد ولایت د مرستو راټولو کمېسیون ته یې وسپارل، چې د زلزلې له امله. . .

BACK TO NEWS