د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې د مرکز مسوولینو ته د محجوزینو لپاره د لا ښو امکاناتو زیاتولو سپارښتنه وکړه

news_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۶ - ۱۲:۴۳
مرکز اصلاح

د دغې ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمدیوسف "مستري" د ادارې د مقام د حقوقي سلاکار محترم قاري رحمت الله "ګلزاد" او یوشمېر نورو مسوولینو په ملتیا د یو پلاوي په مشرۍ د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز څخه د لیدنې پرمهال، د دغه مرکز له رئیس محترم مولوي نظرمحمد "ناصري" او اړوندو مسوولینو سره د یاد مرکز د وضعیت په اړه خبرې اترې او د لا ښه والي لپاره یې سلا مشورې وکړې.
تر هغې وروسته، د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس په مشرۍ پلاوي د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز کې د محجوزینو له ښوونځي لیدنه وکړه او تدریسي توکي یې وارزول.
په ورته وخت کې، محترم الحاج مولوي محمدیوسف "مستري" د یاد مرکز له خوا محجوزینو لپاره د برابرو شویو حرفوي روزنو له بېلابېلو برخو څخه هم لیدنه وکړه او هلته یې په همدې برخه کې د روزل شویو ماشومانو محجوزینو له لورې جوړ شوي مختلف توکي وکتل او د خوښۍ په څرګندولو یې له دغو محجوزینو وغوښتل، چې د خپل حجز موده دې په دې مرکز کې د دینی او عصري زده کړو او حرفوي روزنو پر زده کړو او روزنې تېره کړي، څو یې په خبره د دغې مودې تر پایته رسېدو وروسته ترې د خپل ځان، کورنۍ او هېواد ته ښه ګټه واخلي.   
داراز، د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس د نوموړي مرکز رئیس او مسوولینو ته د محجوزینو لپاره د لا ښو امکاناتو زیاتولو سپارښتنه هم وکړه.
همداشان، د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز رئیس او مسوولینو د زندانونو چارو د سمون ادراې د رهبرۍ په شفقت او همکارۍ په دې مرکز کې د برابروشویو اسانتیاوو، لاسته راوړنو، د ماشومانو محجوزینو بیا روزنې او ځینو اړتیاوو په هکله د ادارې عمومي رئیس ته معلومات ورکړل، چې د هغه له خوا د یادو محجوزنو لپاره د ترسره شویو مثبتو کارونو ستاینه او د ستونزو د حل په موخه ژمنه وشوه.

شوال المکرم/ ۲۶/ ۱۴۴۵    
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۲:۱۸
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د څارنې او ارزونې ریاست له لورې د مرکزي واحدونو مسوولینو ته د ربعوار راپور د چوکاټ تشریح تر نامه لاندې یو ورځینۍ سمینار ترسره شو.

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د کارکوونکو چارو رئیس محترم مولوي ضیاألرحمن "سعید" په داسې حال کې، چې د ادارې یو شمېر نورو مسوولینو هم ګډون درلود، د یاد سمینار پر ارزښت سربېره په چارو کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۲:۰
Background image

د بیړنیو حالاتو د چمتووالي او احتمالي پلان جوړونې درې ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې له لورې د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ICRC) په همکارۍ د دې ادارې د مرکز او ولایتونو یو شمېر مسوولینو ته د «بیړنیو حالاتو د چمتووالي او احتمالي پلان جوړونې» تر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۱:۴۹
Background image

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې له لورې د بلخ ولایت له زندان سره د حفظ الصحې او اړتیا وړ توکو مرسته وشوه

یاده مرسته کې، چې د کالیو منځلو پودر، صابون، غاښونو کریم، ترموزونه، ستلونه او د پاکۍ لپاره نور د اړتیا وړ توکي شامل ول، د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو. . .

BACK TO NEWS