د افغانستان د ۳۳ ولایتونو د زندانونو مسوولینو د کوچني اختر په لومړۍ ورځ د اړوندو زندانونو له کارکوونکو او زندانیانو سره ولیدل.

news_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۰ - ۱۴:۷
walti

د کوچیني اختر په مناسبت د افغانستان د ۳۳ ولایتونو د زندانونو مسوولینو د اړوندو ولایتونو د زندانونو له زندانیانو سره له نږدې ولیدل او هغوی ته یې د نېکمرغه کوچني اختر مبارکي وویلې.
داراز، په یادو لیدنو کې د هېواد د زندانونو زندانیانو د خپلو اړوندو زندانونو د مسوولینو په ورتګ خوښي څرګنده کړې او خپلې غوښتنې یې له نوموړو سره شریکې کړې.
په ورته وخت کې، د زندانونو مسوولینو د زندانیانو یادو غوښتنو ته د رسېدنې په موخه ډاډ ورکړ او له نوموړو سره یې د لا غوره اسانتیاوو د برابرولو په موخه ژمنې وکړې.

شوال المکرم ١/ ۱۴۴٥
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۱:۵۳
Background image

د جوزجان او بادغیس ولایتونو د زندانونو څخه (۱۷۹) تنه زندانیان له عفوې او تخفیفه برخمن شول

د ا.ا.ا. د سترې محکمې د عالي مقام په هدایت او د زندانونو چارو د سمون ادارې په همغږۍ او د اړوندو اورګانونو په ګډون د ټاکل شوي پلاوي له خوا د کوچني اختر  په مناسبت د جوزجان او باغیس د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۱:۴۷
Background image

ولایتي خبر:(خوست) د خوست ولایت د زندان د امنیتي پرسونل له خوا د تراوېح لمونځونو پرمهال د قرآن عظیم الشان ختم پایته ورسېده

د یاد زندان امر محترم مولوي ذبیح الله "طلحه" په دې اړه په جلا جلا توګه د جوړو شویو مراسمو په ترڅ کې د روژې مبارکې میاشتې د فضلیتونو په هکله خبرې وکړې او ویې ویل: « دا چې دا د رحمت، برکت. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۰:۳۰
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې د ازادۍ پر سلب ځایونو د څارنې نوى رئیس په دنده وګومارل شو

د ا.ا.ا. امیرالمؤمنین شیخ القرآن والحدیث محترم مولوي هبة الله "اخندزاده" (حفظه الله) د حکم پر اساس محترم مولوي محمد عمر "مخلص" د یادې ادارې د ازادۍ پر سلب ځایونو د څارنې د نوي رئیس په. . .

BACK TO NEWS