ولایتي خبرونه: (غزني، ننګرهار، بامیان، پکتیکا) د غزني ولایت زندان د ملکي او نظامي پرسونل لپاره دقرآن کریم د تفسیر دوره چې شاوخوا ۴۰ ورځې وړاندې پیل شوې وه، تېره ورځ پايته ورسېده.

news_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱/۱۸ - ۱۳:۳۷
ولایتی

د دې ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" په دې اړه د جوړو شويو مراسمو پرمهال نوموړې دوره د پرسونل د هڅونې په موخه ګټوره وبلله او ګډونوالو ته یې په خطاب کې وویل، « دا مو د دنیا او اخرت ګټه ده، چې په کې ګډون یې تاسو ته قرآني علم او معنوي عزت دربخښي».

داراز، هغه ژمنه وکړه چې د نوموړي پرسونل د دیني پوهې او کاري وړتیا لوړاوي لپاره به په راتلونکې کې نور ښه پروګرامونه هم پلي کړي.

ننګرهار، بامیان:

د یو بل خبر له مخې، د روژې د مبارکې میاشتې په مناسبت د ننګرهار او بامیانو ولایتونو په زندانونو کې د قرآن عظیم الشان د ختمونو او د تفسیر د دورې د پایته رسېدو مراسم ترسره شول.

د یادو ولایتونو د مسوولینو په وینا په دې مراسمو کې د هېواد د لاښه امنیت، سولې، سوکالۍ، پرمختګ او یووالي لپاره د خیر دعاوې وشوې.

پکتیکا:

بل لورې بیا د پکتیکا ولایت د زندان مسوولین وايي، د کوچنې اختر له رارسېدو سره سم یې د دې ولایت د محبس او د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز د ودانیو خونې پاکې او رنګ کړې.

 

رمضان المبارک ۲۸/ ۱۴۴۵

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۱:۱۵
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د څرخي پله مرکزي محبس د امنیتي معاون په دنده پېل وکړ

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ په وړاندیز او د ا.ا.ا د ریاست الوزرا  عالي مقام په منظورۍ  د څرخي پله مرکزي محبس د نوي امنیتي معاون په توګه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې، محترم مل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۵:۵۱
Background image

د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) د شفاهي هدایت سره سم په کندهار زندان کې فقهي مجلس دائر شو

یاد مجلس، چې د کندهار زندان په مسجد کې دایر شوی په کې د کندهار زندان رئیس محترم مولوي محب الله "ګرمسیري"، د کندهار زندان مدرسې(مصباح العلوم منصوریه) اړوند (٥٥) تنو علماوو او یو شمېر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۰:۳۹
Background image

تر دا دمه له ایرانه (۵۹۱) تنه محکوم په حبس افغانان هېواد ته رالېږدول شوي دي

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمدیوسف "مستري" چې په دې وروستیو کې یې د افغان زندانیانو د رالېږد کمېټې د مهم غړي په توګه د ایران هېواد ته رسمي سفر درلود او. . .

BACK TO NEWS