د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز په ښوونځي کې د ۱۴۰۳ ښوونیز کال د پیل زنګ وټنګول شو

news_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۲ - ۱۲:۱۴
اصلاح

په دې اړه د جوړ شوي مراسمو په ترڅ کې، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي عبدالوارث "سادات"، د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز رئیس محترم مولوي نظرمحمد "ناصري" او یوشمېر نورو مسوولینو ګډون درلود، محترم مولوي سادات د غونډې ګډونوالو ته د قرآنکریم دمبارکو ایتونو او نبوي (ص) احاديثو په رڼا کې د پوهې او زده کړې د ارزښت په اړه خبرې وکړې او په دې مرکز کې یې د نوي ښوونیز کال د پیلېدو د ستایلو ترڅنګ، له محجوزینو ماشومانو وغوښتل، څو له دغه فرصت څخه پوره ګټه واخلي او خپل وخت بېځایه تېر نه کړي.

نوموړي زیاته کړه: « په حاضر وخت کې د کابل په ګډون د هېواد د ٣٣ ولایتونو د ماشومانو د اصلاح او روزنې په مرکزونو کې محجوزینو ماشومانو ته د دیني او عصري علومو ترڅنګ، حرفوي زده کړې هم ور زده کول کېږي».

داراز، د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز رئیس محترم مولوي نظرمحمد ناصري په یادو مراسمو کې د خبرو پرمهال د زندانونو چارو د سمون ادارې په استازیتوب کورنیو ته ډاډ ورکړ، چې دوی دې د خپلو ماشومانو په اړه هېڅ اندېښنه نه کوي، ځکه په خبره یې دا د دوی د متخلفو ماشومانو د روزنې، زده کړې او اصلاح ځای دی.

هغه داراز زده کړه د انسانانو معنوي ارزښت لوړاوي سبب وګڼله او له محجوزینو یې وغوښتل چې د دې مرکز په اصلاحي، ښوونیزو او روزنيزو پروګرامونو کې په سمه توګه برخه واخلئ، څو له دې مرکزه په وتلو سره د یو اصلاح شوي شخص په بڼه ټولنې سره یوځای، کورنۍ او ټولنې ته د خدمت جوګه شئ.

محترم مولوي ناصري وویل، د زندانونو چارو د سمون اداره په راتلونکې کې په پام کې لري چې د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز په حرفوي شاپونو کې هغو برخه والو محجوزینو ته، چې د دې شاپونو په شپږ میاشتینۍ دورې کې ښه ځلېدلي وي او د استادۍ حد ته رسېدلي وي، د همکارو دولتي او غیر دولتي اړوندو اورګانونو په همکارۍ به ورته د حجز د مودې تر پایته رسېدو وروسته مربوطه کاري لوازم ورکوي او د کار زمینه به هم ورته برابروي

د زندانونو چارو د سمون اداره د ماشومانو د اصلاح او روزنې په مرکزونو کې د محجوزینو لپاره په روان ښوونیز کال کې نوي مثبت پلانونه لري، چې له مخې به یې په دغو مرکزونو کې د دیني، عصري او حرفوي زده کړو  کیفیت لانور هم ښه شي.

 

رمضان المبارک ۱۱/۱۴۴۵

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۵:۳۳
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي چارو مرستیال په مشرۍ پلاوي د ننګرهار ولایت له زندان څخه لیدنه وکړله  

محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق" په داسې حال کې، چې د دغې ادارې د داخلي پلټنې رئیس محترم الحاج ډاکټر غوث الدین "سیف"، د کشف او اوپراتېفي رئیس محترم مل پاسوال مولوي عبدالشکور"طیب". . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۴:۱۷
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي چارو مرستیال په مشرۍ پلاوي د کونړ ولایت له زندان څخه د لیدنې او ارزونې سربېره د یاد زندان لپاره مولوي رحمت الله" محمد " د نوي نظامي مدیر  په توګه پرسونل ته معرفي کړ  

په دې مناسبت جوړو شوو مراسمو کې، د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق" په داسې حال کې، چې د دغې ادارې د داخلي پلټنې رئیس محترم الحاج ډاکټر غوث الدین "سیف"، د کشف. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۴:۴۵
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي چارو مرستیال په مشرۍ پلاوي د لغمان ولایت له زندان څخه د لیدنې او ارزونې سربېره د یاد زندان لپاره محمد ایوب "ناصر" د نوي نظامي مدیر  په توګه پرسونل ته معرفي کړ  

په دې مناسبت جوړو شوو مراسمو کې، د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق" په داسې حال کې، چې د دغې ادارې د داخلي پلټنې رئیس محترم الحاج ډاکټر غوث الدین "سیف"، د کشف. . .

BACK TO NEWS