د کونړ ولایت د زندان ۳۶ تنه زندانیان د قران کریم د حفظ، ناظرې او ترجمې له برخې فارغ شول

news_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۱ - ۱۳:۲۶
ولایتی

د دغه زندان د ښوونې او روزنې او دعوت او ارشاد مدیریتونو په ګډې هڅې د دیني زده کړو له پروګرامونو څخه د فراغت په دوام، دا ځل ۵ تنو زندانیانو د قران کریم د حفظ، ۵ تنو د ترجمې او ۲۶ نور د ناظرې برخه پایته ورسوله، چې نوموړو ته په نورو دیني زده کړو د برخې اخیستو د هڅونې او د یاد پروګرام  پنځه تنو استادانو ته د ښه تدریس په موخه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ستاینلیکونه ورکړل شول.

د کونړ ولایت د زندان امر محترم قاري فرهاد "نسیمي" یادو مراسمو ته په خبرو کې په داسې حال کې، چې د دې ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ، د جهادي مدرسې، د استناف، ښاري محکمو رئیسانو او یو شمېر نورو علماوو او مسوولینو هم شتون درلود، له فارغو شویو زندانیانو سره ژمنه وکړه، چې دوی ته به د ښوونې او بیا روزنې د پروسې ښه والي او چټکوالي لپار خپلې هڅې لا ګړندۍ کړي.

په ورته وخت کې محترم "نسیمي" د کونړ ولایت د زندان د مربوطه مسوولینو له خوا د دې زندان زندانیانو ته د زده کړو د ښه چاپېریال رامنځته کولو په موخه ځانګړې مننه وکړه او سپارښتنه یې ورته وکړه، څو په دې برخه کې لانور ګټور ګامونه پورته کړي.

 

د یو بل خبر له مخې، د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ په سپارښتنه او د بامیانو ولایت د زندان د مسوولینو په هڅو په یاد زندان کې د پرسونل لپاره د قران کریم د ترجمې دوره چې د ادارې د تجربه لرونکو دیني عالمانو له خوا به پرمخ وړل کېږي، پیل شوه.

د دغه زندان مسوولینو پرسونل ته د دې پروګرامونو د جوړولو موخه، د قران کریم په ترجمې د پوهې ترڅنګ، په دیني او اسلامي فکر او روحیې د دوی سمبالول يادوي.

همدا راز، د نوموړې دورې ګډونوالو د دې دورې پر پیلېدو خوښي وښوده او د زندانونو چارو د سمون له ادارې څخه یې په دې زندان کې د دا ډول نورو ګټورو پروګرامونو د عملي کولو غوښتنه وکړه.

 

رمضان المبارک ۱/ ۱۴۴۵

 

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۲:۳۶
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال د کابل ولایت د مرکزي توقیفخونې له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړله

د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق" تېره ورځ د ادارې د تعمیراتو رئیس محترم حاجي عبدالرحمن "عابد" په ملتیا د یادې توقیفخونې د نوې ودانۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۰:۷
Background image

ولایتي خبرونه: (بدخشان، نورستان، بادغیس)

د بدخشان، نورستان او بادغیس ولایتونو په زندانونو کې، چې پرسونل او زندانیانو ته د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت د قرآن کریم د ترجمې او تفسیر درسونه د شعبان میاشتې په پینځمه نېټه پیل شوي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۱۳:۲۶
Background image

د کابل ولایت په مرکزي زندانونو کې د لس درې ورځني فکري او اصلاحي سمینار او د قرآن کریم د ترجمي او تفسیر دوره د اختتامیې دعا په ویلو سره پای ته ورسېده

د زندانونو چارو د سمون ادارې او د تنویر فکري او فرهنګي ټولنې په همغږۍ د کابل ولایت په زندانونو کې د لس درې ورځني فکري او اصلاحي سمینار او د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت د قرآن کریم د. . .

BACK TO NEWS