د خوشې شویو بندي مجاهدینو د ستونزو د حل رئیس د افغاني سرې میاشتې له رئیس سره ولیدل

news_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۸ - ۱۲:۵۷
خوشی شوی زندانیان

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمد یوسف "مستري" په لارښوونه، د خوشې شویو بندي مجاهدینو د ستونزو د حل رئیس محترم ملا محمد نور "بلال شاهین" د افغاني سرې میاشتې له رئیس محترم الحاج مولوي مطیع الحق"خالص" سره ولیدل او د خوشې شویو بندي مجاهدینو د ستونزو د حل او هغوی سره د ممکنه مرستو په اړه یې ورسره خبرې اترې وکړې. 
په ورته وخت کې، د افغاني سرې میاشتې رئیس له خپله اړخه د زندانونو چارو د سمون له ادارې سره د اړوندو ستونزو د هوارۍ په هدف د رسېدنې ژمنه وکړه. 

شعبان المعظم۶/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۱۳:۲۶
Background image

د کابل ولایت په مرکزي زندانونو کې د لس درې ورځني فکري او اصلاحي سمینار او د قرآن کریم د ترجمي او تفسیر دوره د اختتامیې دعا په ویلو سره پای ته ورسېده

د زندانونو چارو د سمون ادارې او د تنویر فکري او فرهنګي ټولنې په همغږۍ د کابل ولایت په زندانونو کې د لس درې ورځني فکري او اصلاحي سمینار او د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت د قرآن کریم د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۱۲:۲۱
Background image

ولایتي خبرونه (بامیان، میدان وردګ، پروان) بامیان ولایت په زندان کې زندانیانو ته د قرآن کریم د تفسیر تعلیمي دوره پای ته ورسېده

یاده دوره چې د رمضان المبارک میاشتې د رارسېدو په مناسبت د یاد ولایت د زندان او د حج اوقافو ریاست په همغږۍ پیل شوې وه، پای ته ورسېده.

په دې اړه جوړو شویو مراسو کې د بامیان ولایت د زندان. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۰:۲۸
Background image

د پکتیکا ولایت د زندان (۳۰) تنه بندیان د فلزکارۍ له حرفوي زده کړو څخه فارغ شول

د یاد ولایت د زندان امر محترم مولوي احسان الله صلاح الدین وایي، د یاد ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت په همکارۍ، د حرفوي زده کړو په لړۍ کې د یاد زندان ۳۰ تنه بندیان د فلزکارۍ له. . .

BACK TO NEWS