د کندوز ولایت د زندان د ملکي او نظامي پرسونل د ظرفیت لوړونې په موخه یو ورځینی سیمینار جوړ شو
د یاد زندان رئیس محترم قاري محمدانور "بشیر" وايي، دغه سیمینار چې د دې ولایت د توقیفخونې امریت له لورې جوړ شوی و، په کې ګډونوالو ته د کاري چارو ښه والي او ظرفیت لوړونې په موخه هر اړخېز معلومات او روزنه ورکړل شوه.
محترم قاري محمدانور "بشیر" دا ډول پروګرامونه د نوموړي پرسونل د پوهې زیاتولو په هدف غوره وبلل او ګډونوال یې وهڅول، څو د ترلاسه کړو معلوماتو او روزنو پرمټ خپل ورسپارل شوي مسوولیتونه په ښه ډول ترسره کړي.
جمادي الثاني-۱۷/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت