د نورستان ولایت د زندان په انګړ کې یو جومات ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

news_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۲ - ۱۱:۱۷
نورستان

دغه جومات چې د زندانونو چارو د سمون ادارې په مالي لګښت جوړ شوی د نورستان ولایت د والي محترم شیخ شیر  احمد حقاني په حضور کې د یو لړ خاصو مراسمو په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د نورستان والي  محترم حقاني د دغه جومات د جوړېدو چارې یوه عاجله اړتیا وبلله او زیاته یې کړه چې په نړۍ کې د تر ټولو غوره ځایونه جوماتونه دي. 
همداراز، نوموړي د یاد زندان له زندانیانو سره هم  وکتل او له مسوولینو څخه یې د هغوی د خوندیتوب او د ژوند غوره اسانتیاوو د برابرولو ترخوا په اداري چارو کې د صادقانه هلوځلو په هدف ځانګړې مننه وکړه.
دا راز، د نورستان ولایت د زندان د امر محترم قاري عبیدالله "عباد" په وینا  یاد جومات په پاخه او اساسي ډول جوړ شوی چې په یو وخت کې ۸۰ تنو لمونځ کوونکو ظرفیت لري.

د یو بل خبر له مخې، د میدان وردګ ولایت د مرافعې محکمې رئیس محترم مولوي عبدالکریم "حقانی" او مل یې د دې ولایت د زندان له امر محترم مولوي عزیزالله "مستقیم" سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل او د زندان په اړوند موضوعاتو یې خبرې اترې وکړې.  
په ورته وخت کې ، یاد پلاوي له زندانیانو سره هم لیدلي هغوی ورته له خپله اړخه د مسوولینو چلند ښه یاد کړی او د خپلو جرمي دوسیو د ژر څېړلو غوښتنه یې کړې.
همدا راز، پلاوي د میدان وردګ ولایت د زندان له مسوولینو څخه په زندان کې د لازمو اسانتیاوو د رامنځ ته کولو په موخه د ځانګړې مننې ترڅنګ زندانیانو ته ډاډ ورکړ چې د جرمي دوسېو د څېړلو بهیر به لاګړندی کړي.

جمادي الاول ۱۹/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۱:۵۳
Background image

د جوزجان او بادغیس ولایتونو د زندانونو څخه (۱۷۹) تنه زندانیان له عفوې او تخفیفه برخمن شول

د ا.ا.ا. د سترې محکمې د عالي مقام په هدایت او د زندانونو چارو د سمون ادارې په همغږۍ او د اړوندو اورګانونو په ګډون د ټاکل شوي پلاوي له خوا د کوچني اختر  په مناسبت د جوزجان او باغیس د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۱:۴۷
Background image

ولایتي خبر:(خوست) د خوست ولایت د زندان د امنیتي پرسونل له خوا د تراوېح لمونځونو پرمهال د قرآن عظیم الشان ختم پایته ورسېده

د یاد زندان امر محترم مولوي ذبیح الله "طلحه" په دې اړه په جلا جلا توګه د جوړو شویو مراسمو په ترڅ کې د روژې مبارکې میاشتې د فضلیتونو په هکله خبرې وکړې او ویې ویل: « دا چې دا د رحمت، برکت. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۰:۳۰
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې د ازادۍ پر سلب ځایونو د څارنې نوى رئیس په دنده وګومارل شو

د ا.ا.ا. امیرالمؤمنین شیخ القرآن والحدیث محترم مولوي هبة الله "اخندزاده" (حفظه الله) د حکم پر اساس محترم مولوي محمد عمر "مخلص" د یادې ادارې د ازادۍ پر سلب ځایونو د څارنې د نوي رئیس په. . .

BACK TO NEWS