د تخار ولایت د زندان د محبوسو میندو د ماشومانو د وړکتون چارې نن رسمآ د یونیسف موسسې له لوري د دې زندان مسوولینو ته وسپارل شوې
د دغه ولایت د زندان د محبوسو میندو د ماشومانو د وړکتون چارې چې له نن څخه د مخه په افغانستان کې د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګروملتونو صندوق یا "یونیسف" موسسې له لوري مخ ته وړل کېدې نن یې رسمآ د پرمخ وړلو پروسه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دې زندان مسوولینو ته وسپارل شوې.
د یاد زندان مسوولینو په دې اړه په جوړو شویو مراسمو کې د نوموړې موسسې له استازو څخه په یاد مرکز کې د مرستې او همکارۍ په موخه مننه وکړه او له هغوی څخه یې په راتلونکي کې د دوامداره ملاتړ هیله وکړه.
په ورته وخت کې، یادو مسوولینو د دغه زندان ښځینه زندانیانو او د هغوی کورنیو ته ډاډ ورکړ چې د دوی ماشومانو ته به د ښوونې او روزنې ترڅنګ په زندان کې د ژوندانه غوره اسانتیاوې رامنځ ته کړي.
جمادي الاول ۱۸/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت