کابل ولایت د مرکزي توقیفخونې د پرسونل د فقهي زده کړو لومړۍ دوره پايته ورسېده

news_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۱ - ۱۵:۵۱
ghaniii

دغه دوره، چې څه موده وړاندې د نوموړې توقیفخونې د ملکي او نظامي پرسونل لپاره پیل شوې وه، نن(چهارشنبې) يې له برخوالو څخه د دې زده کړو د پوهېدنې د ارزونې په توګه پر ازموینې اخیستو پايته ورسېده.
د زندانونو چارو د سمون ادارې د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي عبدالوارث "سادات" په دې اړه جوړې شوې غونډې ته د وینا پرمهال، یاده ازموینه د پرسونل د هڅونې په موخه ارزښتمنه وبلله او د خوښۍ په څرګندولو سره يې وويل، چې نوموړي پرسونل په کې په ډېرې لېوالتیا ګډون کړی وو.
داراز، هغه ژمنه وکړه چې د دې پرسونل د دیني پوهې او کاري وړتیا لوړاوي لپاره به په راتلونکې کې نور ګټور پروګرامونه هم پلي کړي‎.
په ورته وخت کې، د ادارې د ارشاد او دعوت رئیس محترم مولوي صدیق الله "صدیقي" یادې غونډې ته په خپلو خبرو کې د دې توقیفخونې د پرسونل لپاره دیني زده کړې اړینې وبللې او ورته یې وويل: « دا ستاسو لپاره یو ښه فرصت دی، چې په کې ګډون سره به یې هم دنیوي او هم اخروي اجر ترلاسه کړئ». همداشان، د کابل ولایت د مرکزي توقیفخونې ملکي او نظامي پرسونل هم د فقهي زده کړو له روان بهیر څخه خوښي وښوده او د زندانونو چارو د سمون ادارې څخه یې د دغې بهیر د دوام غوښتنه وکړه.

ذوالحجه ۲۴/ ۱۴۴۴
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۴۲
Background image

د ایران اسلامي جمهوري دولت له لورې(۱۶۴) تنه محکوم په حبس افغانان ا.ا.ا. ته وسپارل شول

د ا.ا.ا. د زندانونو چارو د تنظیم ادارې په غړیتوب د افغان زندانیانو د رالېږد کمېټې په هڅو او د ایران اسلامي جمهوري دولت د حسن نیت پر بنسټ تېره ورځ د (۳) مېرمنو په ګډون(۱۶۴) تنه محکوم په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۱:۱۵
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د څرخي پله مرکزي محبس د امنیتي معاون په دنده پېل وکړ

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ په وړاندیز او د ا.ا.ا د ریاست الوزرا  عالي مقام په منظورۍ  د څرخي پله مرکزي محبس د نوي امنیتي معاون په توګه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې، محترم مل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۵:۵۱
Background image

د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) د شفاهي هدایت سره سم په کندهار زندان کې فقهي مجلس دائر شو

یاد مجلس، چې د کندهار زندان په مسجد کې دایر شوی په کې د کندهار زندان رئیس محترم مولوي محب الله "ګرمسیري"، د کندهار زندان مدرسې(مصباح العلوم منصوریه) اړوند (٥٥) تنو علماوو او یو شمېر. . .

BACK TO NEWS