په کابل ښځینه زندان کې د کسب او سواد زده کړې د زده کوونکو د فراغت مراسم ترسره شول

news_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۲:۳۰
از فراغت شاگردان برنامه سوادآموزی و حرفه‌آموزی در زندان اناثیه کابل طی محفلی تجلیل به عمل آمد

یادو مراسمو کې، چې د کابل مرکزي زندانونو رئیس محترم میرویس "بهاوي"، د ښځینه زندان یو شمېر ملکي او نظامي مسوولینو، ښځینه بندیانو او له خطر سره مخامخ ماشومانو د خوندیتوب موسسې استازې مریم " نوري" شتون درلود، لومړی محترم بهاوي د ښوونې او روزنې، د بېلابېلو کسبونو زده کړې او د ښځینه بندیانو د توانمندۍ د ارزښت په اړه خبرې وکړې او زياته يې کړه، چې د زندانونو چارو د سمون اداره تل هڅه کوي بندیانو ته د ښوونې، روزنې او کسب زده کړو لپاره ښې زمینې برابرې کړي.

په ورته وخت کې، له خطر سره د مخامخ ماشومانو د خوندیتوب موسسې استازې مریم " نوري" یادو زده کوونکو ته د فراغت مبارکي وویله او ژمنه یې وکړه، چې دوی په دغې برخه کې هرډول مرستو ته چمتو دي.

مېرمن نوري د ښځینه زندان نوموړو زده کوونکو ته په خطاب کې وویل، « تاسو کولی شئ وروسته تر ازادېدو د سالمو وګړو په توګه خپل ځان، کورنۍ او ټولنې ته د خپلو زده کړو کسبونو پرمټ خدمت وکړئ».

د مراسمو په پای کې، هغو فارغوشویو ښځينه بندیانو ته ستاینلیکونه ورکړل شول، چې د کسب او سواد زده کړې دوره یې په برياليتوب سرته رسولې وه.

د یادولو وړ بولو، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې د ښوونې او بیا روزنې ریاست تل هڅه کوي، څو د هېواد په ټولو زندانونو کې بندیانو ته د سواد او کسب زده کړې ښې زمینې برابرې کړي.

زمری-۱۹/ ۱۴۰۰

د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۰/۵/۲۲ - ۱۲:۰
Background image

د نشه‌يي توکو د پرېښودنې له مرکزه ۵۰ تنو روږدو بنديانو روغتیا ترلاسه کړه

د کابل څرخي پله مرکزي زندان امنیتي مرستیال محترم سمونوال محمود "احمدزي" په دې اړه د یو محفل پرمهال، چې د یاد مرکز رئیس، ډاکټرانو، د زندان یو شمېر نظامي مسوولینو او روغو شویو بندیانو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۲:۳۰
Background image

په کابل ښځینه زندان کې د کسب او سواد زده کړې د زده کوونکو د فراغت مراسم ترسره شول

یادو مراسمو کې، چې د کابل مرکزي زندانونو رئیس محترم میرویس "بهاوي"، د ښځینه زندان یو شمېر ملکي او نظامي مسوولینو، ښځینه بندیانو او له خطر سره مخامخ ماشومانو د خوندیتوب موسسې استازې مریم. . .

یکشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۷ - ۲۲:۳۵
Background image

د زندانونو چارو د سمون اداره کې د اساسي قانون په اړه د پوهاوي سیمینار جوړ شو

یاد یو ورځینی سیمینار د( افغانستان په اساسي قانون کې د اتباعو اساسي حقونو څېړنې) تر سرلیک لاندې د اساسي قانون پرتطبیق د څارنې خپلواک کمېسیون له خوا په کابل کې د دغې ادارې ملکي او نظامي. . .

BACK TO NEWS