ولایتي لنډ خبرونه: (بغلان، میدان وردګ، بامیان) د بغلان د زندان نظامي مرستیال او مل پلاوي یې تېره ورځ د نوموړي ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ له توقیفخونې څخه د لیدنې پرمهال د یادې توقیفخونې له مسوولینو سره پر اړوندو مسایلو خبرې وکړې

news_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۷ - ۱۳:۳۶
ولایتی

دا راز، نوموړي د یادې ولسوالۍ  د توقیفخونې له توقیفیانو سره هم ولیدل او هغوی له نوموړي پلاوي څخه د دوی د وضعیت او حال د پوښتنې له امله د مننې تر څنګ، د خپلو جرمي دوسیو د ژر څېړلو غوښتنه وکړه، چې د پلاوي له لورې د هغوی دې غوښتنې ته د رسېدنې، د هغوی د شرعي ا وانساني حقونو رعایتولو او ورته د لازمو اسانتیاوو  د برابرولو ژمنه وشوه.

په ورته وخت کې، نوموړي پلاوي د دې توقیفخونې له مسوولینو سره په خبرو کې زیاته کړه: « دا زموږ او ستاسو ګډ مسوولیت دی چې د زندانیانو د ساتنې، بیا روزنې او هغوی ته د اسانتیاوو برابرولو په موخه ځانګړې پاملرنه وکړو».

 

میدان وردګ

د یو بل خبر له مخې، د میدان وردګ د زندان د امریت له خوا د یاد ولایت د ولسوالیو د توقیفخونو مسوولینو ته یو ورځینی ښوونیز او روزنیز سیمینار جوړ شو، چې په کې د ګډونوالو د وړتیا لوړلو، د توقیفخونو د امنیت ساتنې، د توقیفیانو لپاره د خوندي چاپېریال رامنځته کولو او  د چارو ښه والي په موخه هر اړخېز معلومات ورکړل شول.

د میدان وردګ ولایت د زندان مسوولین دا ډول پروګرامونه د دې زندان او توقیفخونو د ملکي او نظامي پرسونل د وړتیا لوړونې لپاره ګټور وبلل او له ګډونوالو یې وغوښتل، څو په دې سیمینار کې له ترلاسه کړیو معلوماتو او روزنو څخه د خپلو چارو په عملي برخه کې ښه ګټه واخلي.

 

بامیان

بل لور بیا، د بامیان د زندان ملکي او نظامي پرسونل ته هم د جوړ شوي یو ورځيني سیمینار په ترڅ کې د هغوی د ظرفیت لوړونې او د کارونو ښه پرمخ وړلو اړوند روزنه ورکړل شوه.

د نوموړي زندان مسوولین وايي، په یاد سیمینار کې د ورکړل شوې روزنې پربنسټ به د دې زندان د پرسونل په چارو کې مثبت بدلون راشي.

شوال المکرم ۲۷/ ۱۴۴۵

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۴:۵۶
Background image

د هرات ولایت له ښځینه محبس سره د سره صلیب او یونیسف موسسې له لوریو  د کتابونو، حفظ الصحې، او اړتیا وړ توکو مرسته وشوه

یاده مرسته، د زندانونو چارو د سمون ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست په هڅو د سره صلیب نړۍوالې کمېټې او یونیسف موسسې له لوریو ښځینه محبوسینو، د کالیو منیځلو پوډر، شامپو،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۴:۴۳
Background image

د کابل ولایت د څرخي پله مرکزي زندان کارکوونکو ته د سره صلیب نړۍوالې کمېټې له لورې دوه ورځینی ورکشاپ پیل شو

د زندانونو چارو د سمون ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست په همغږۍ د سره صلیب نړۍوالې کمېټې له لورې د یاد زندان ملکي او نظامي کارکوونکو ته به د زندانیانو  ښې ساتنې او. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۴:۱۰
Background image

د کابل ولایت د څرخي پله ښځینه محبس کارکوونکو ته د سره صلیب نړۍوالې کمېټې له لورې یو ورځینی ورکشاپ ورکړل شو

د زندانونو چارو د سمون ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست په همغږۍ د سره صلیب نړۍوالې کمېټې له لورې د یاد زندان ښځینه کارکوونکو ته په زندانونو کې د یادې کمېټې پېژندنې،. . .

BACK TO NEWS