ولایتي خبر: (خوست) د خوست والي په مشرۍ پلاوي د نوموړي ولایت له زندان څخه لیدنه وکړله

news_admin
شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۴:۲۴
ولایتی

د خوست والي محترم الحاج مولوي عبدالله "مختار" په داسې حال کې چې د ياد ولایت د مرافعې محکمې عمومي رئیس محترم مولوي عین الله "خلیل" د علماوو شورا رئیس شيخ انور حسین" حسيني" او یو شمېر غړو یې ملتیا کوله د یاد ولایت له زندان څخه ليدنه وکړله.

د دې ولایت د والي په مشرۍ پلاوي د نوموړي زندان د زندانیانو د استوګنې خونې، روغتیايي خدمتونو، امنیتي وضعيت او نورو اړوندو چارو څخه له نږدې لیدنه وکړله.

د مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم مولوي عین الله خلیل د زندانیانو قضیو د چټک او عادلانه تعقیب ډاډ څرګند کړ او  وویل؛ چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې به د هر زنداني حق خوندي ساتل کېږي.

په پای کې، د خوست والي او ګډ پلاوي د زندان د مسوولینو له هڅو څخه مننه وکړله او د لا ښې همغږۍ او اصلاحاتو په برخه کې یې خپل نظرونه شریک کړل.

 

د یو بل خبر له مخې، د خوست ولایت په زندان کې د زندانیانو لپاره د الکوثر فکري او فرهنګي ادارې له لورې د فکري اصلاح په موخه سمینار پای ته ورسېده

د نوموړي زندان امر محترم مولوي ذبیح الله"طلحه"په وینا، دا ډول سمینارونه به د زندانیانو د فکري سمون سربېره د هغوی د اصلاح سبب وګرځي.

همدا شان، د سمینار ګډونوالو د خوښۍ په څرګندولو سره د دا ډول سمینارونو جوړول ګټور یاد کړل او د زندان مسوولینو څخه يې د ورته نورو برنامو پر جوړولو ټینګار وکړ.

 

شوال المکرم ۲۴/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۵:۲۹
Background image

د پکتیا او خوست ولایتونو د زندانونو مسوولینو غوره فعالیتونه وستایل شول

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې نظامي مرستیال محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق" د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" او د خوست ولایت د زندان امر محترم مولوي ذبیح. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۸:۵۶
Background image

د پکتیا ولایت د زندان رئیس په مشرۍ پلاوي د زرمت، سیدکرم او څمکنیو ولسوالیو له توقیفخونو د ارزونې ترڅنګ یادو ولسوالیو له ولسوالانو، امنیه قوماندانانو او قاضیانو سره ولیدل

د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" په مشرۍ پلاوي د یاد ولایت د زرمت، سیدکرم او څمکنیو ولسوالیو له توقیفخونو څخه لیدنه وکړله او د دغو توقیفخونو د اداري، امنیتي او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۴:۰
Background image

ولایتي خبر: (کونړ) د کونړ ولایت د زندان ملکي او نظامي پرسونل ته زندانیانو سره د انساني او قانوني چلند تر سرلیک لاندې یو ورځینی سمینار ترسره شو

دغه سمینار، چې د یوناما له لورې او د یاد زندان مسوولینو په هڅو د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په موخه جوړ شوی وو، د یوې ورځې په موده کې ګډونوالو ته د زندانیانو سره د انساني، اسلامي او. . .

BACK TO NEWS