ولایتي خبرونه: (کندهار، لوګر، پروان، هلمند) د کندهار ولایت د زندان سره د سره صلیب نړۍوالې کمېټې له لورې د روغتیایي کیټونو او ژمنيو توکو مرسته وشوه
د غه مرسته، د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست په هڅو او د یاد زندان په همکارۍ د سره صلیب نړۍوالې کمېټې له لوري د بندیانو روغتیا ساتني او د هغوي د لومړنیو اړتیاوو پوره کولو په موخه ټولو زندانیانو ته روغتیایی کیټونو او د اړتیا وړ ژمنيو توکو مرسته وکړله.
په دې مرسته کې، کمپلې، جرابې، زیر دریشي، پټو، د لاس او مخ منځلو صابون، د کالیو پوډر، د غاښونو کریم او برسونه شامل و، چې د یاد زندان او د نوموړې کمېټې استازو په شتون کې زندانیانو ته په شفافه توګه وویشل شول.
د کندهار ولایت د زندان رئیس محترم مولوي محب الله " ګرمسیري " د بشري مرستو او روغتیایي خدمتونو په برخه کې د یادې کمېټې د همکارۍ قدرداني وکړله.
لوګر:
د لوګر ولایت د زندان نظامي مسوولینو ته د ظرفیت لوړونې په موخه پنځلس ورځینی سمینار پیل شو
داراز، د لوګر زندان د امر محترم مولوي حمید الله "حیدري" په وینا، دغه سمینار کې ګډونوالو ته د تجربه لرونکو استادانو له لورې به د دیني لارښوونو، نظامي اصولو، اداري چارو، انضباط او مسلکي پرمختګ په اړه هر اړخیر معلومات ورکړل شي.
همداشان، د سمینار ګډونوالو دا ډول روزنیزو برنامو جوړولو څخه خوښي وښوده او وویل؛ دا برنامې دوی سره مرسته کوي څو چارې او مسوولیتونه په ښه توګه ترسره او په ژوند کې یې مثبت بدلون رامنځ ته شي.
پروان:
دفتر صلیب سرخ، برای زندانیان ولایت پروان کمک های زمستانی توزیع نمود
این مساعدت شامل لوازم زمستانی، مواد بهداشتی و مواد حفظ الحصه به سعی تلاش ریاست برنامه های اقتصادی و ستراتیژیک اداره تنظیم امور زندان ها تدارک یافته است.
در این محفل محترم مولوی محمد ابراهیم "حقانی" رئیس زندان ولایت پروان کمک های نهاد های همکار را در راستای بهبود وضعیت بهداشتی و تأمین نیازهای ضروری محبوسین ارزشمند بیان نمود.
رئیس زندان ولایت پروان، همچنان از دونر ها خواست که به منظور عرضه خدمات بیشتر برای زندانیان، این اداره را در عرصه های مختلف همکاری و مساعدت نماید.
این در حالیست که زندانهای کشور اکنون از بخش مجهز صحی برخوردار بوده و این دیپارتمنت بطور بیست چهارساعته برای بیماران زندانی عرضه خدمات میکنند.
هلمند:
په هلمند زندان کې زندانیانو د کیفیت لرونکو کوچونو جوړولو وړتیا ترلاسه کړې
د هلمند ولایت زندان د صنعتي امریت په هڅو یو شمېر زندانیان د کوچونو جوړولو په برخه کې روزل شوي، چې اوس یې د ښه کیفیت لرونکو کوچونو د تولید وړتیا ترلاسه کړې ده.
د دې ولایت د زندان د صنعتي امر په خبره، د دې پروګرام موخه د زندانیانو د مسلکي مهارتونو لوړول، د کاري بوختیا برابرول او د هغوی د اصلاح او بیا روزنې ترڅنګ د راتلونکي لپاره د کاري زمینې برابرول دي.
جمادي الاول ۲۳/ ۱۴۴۸
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
