ولایتي خبرونه ( پکتیا، خوست)
د پکتیا ولایت په زندان کې د زندانیانو د علمي او فکري ودې په موخه د یوې معیاري کتابتون د جوړېدو د بنسټ ډبره کېښودل شوه
د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" د مطالعې په ارزښت خبرې وکړې او وویل؛ د دغې کتابتون جوړل به د زندانیان د اصلاح، روزنې او مثبتو بوختیاوو لپاره ګټور تمام شي.
نوموړی زیاتوي چې کتابتون ترڅنګ به د مطالعې لپاره مناسب چاپیریال هم برابر شي.
باید یادونه وکړو، چې د یاد کتابتون جوړېدو سره به زندانیان وکولی شي دیني، فرهنګي، تعلیمي او د عامه پوهاي کتابونه ترلاسه او د مطالعې لپاره به مناسب چاپیریال برابر شي.
د یو بل خبر له مخې، د پکتیا او خوست ولایتونو په زندانونو کې د بیا رغونې چارې دوام لري
د دې ولایت د زندان د مسوولینو په هڅو او د زندانونو چارو د سمون ادارې په مالي لګښت په یاد زندان کې د بیا رغونې چارې په چټکۍ سره روانې دي.
د پکتیا او خوست ولایتونو د زندانو د مسوولینو په خبره، د نوموړي زندان رنګمالي او ځېنو ویجاړو شویو برخو بیا ترمیم چارې په چټکۍ سره روانې دي او ډیر ژر به بشپړې شي.
همداشان، نوموړي مسوولین زیاتوي، د دغه زندان د بیا رغونې چارو بشپړېدو سره به زندانیانو ته لازمې اسانتیاوې برابرې شي.
ربېع الاخر ۱۴/ ۱۴۴۷
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
