ولایتي خبرونه( هرات- ننګرهار ) د هرات ولایت په زندان کې ۷۵ تنه زندانیان د قرآن کریم د تجوید او حسن قرائت دورې څخه فارغ شول
تیره ورځ د هرات ولایت په زندان کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ۷۵ تنو زندانیانو د قرآن کریم د تجوید او حسن قرائت دورې په بشپړولو سره د فراغت سندونه ترلاسه کړل.
داراز، د دې ولایت د زندان مسوولینو د زندانیانو لپاره دیني او عصري زده کړې اړینې ووبللې او نوموړو زندانیانو څخه وغوښتل چې ترلاسه کړې زده کړې د نورو سره هم شریکي کړي څو الله ج او د هغه بنده ګان ورڅخه راضي شي.
داراز، د یاد زندان مسوولینو زیاته کړه د دې ولایت زندان د ښوونې او بیا روزنې امریت په مټ سلګونو زندانیانو دیني، عصري او حرفوي زده کړې ترلاسه کړي او پر هغوی یې مثبت اغیز کړی چې د بند مودې پوره کېدو وروسته د سالمو وګړو په توګه ټولنې ته د خدت وړ ګرځېدلي دي.
همداراز، دې ولایت مسوولینو او پر سونل له لو رې د یو حشر په ترڅ کې د یاد زندان په انګړ کې زینتي نیالګي کېنول شول.
د نوموړي زندان مسوولینو د چاپیریال د سمسورتیا او لا ښکلا په موخه د نیالګیو کینول اړین یاد کړل او اړوندو مسوولینو ته یې لارښوونه وکړه چې د یاد زندان په انګړ کې له ټولو شنو ونو او نورو بوټو څخه په سمه توګه ساتنه وکړي.
د یو بل خبر له مخې د یونیسف موسسې له لورې د ننګرهار ولایت د ماشومانو د اصلاح مرکز سره د مینځلو توکو مرسته وشوه
په دې مرسته کې چې (۲۴۰۰) چکۍ صابونونه او د میکروب ضد (۶۰۰۰) دانې کلورین ګولۍ شاملې دي چې د یونیسف موسسې د مسوولینو له لورې د دې ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مسوولینو ته وسپارل شول.
د ننکرهار ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز امر د یادې موسسې له مسوولینو څخه مننه وکړه او د ورته نورو مرستو په دوام یې ټینګار وکړ.
رمضان المبارک ۱۷/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت