ولایتي خبرونه: (ننګرهار، کندهار، پکتیا، بدخشان، میدان وردګ، غزني، هرات، فراه)

news_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۲ - ۱۰:۲
ولایتی

ننګرهار:

د ننګرهار ولایت د زندان مسوولینو د کونړ ولایت زلزله ځپلو  سیمو ته د مرستو په موخه سفر وکړ

د نوموړي زندان رئیس محترم سهیل "سعید" په مشرۍ پلاوي چې د یاد زندان روغتیايي ټیم یې ملتیا کوله، د کونړ ولایت هغو سیمو ته سفر وکړ، چې په تېره زلزله کې خلک سخت زیانمن شوي دي.

داراز، د نوموړي زندان د رئیس په مشرۍ پلاوي له لورې د روغتیايي ټیم پر مټ د کونړ ولایت د نورګل او څوکۍ ولسوالیو د مزار درې او ډیوه ګل درې سیمو کې ټپیانو ته اړین درمل وویشل شول.

د دې زندان رئیس زلزله ځپلو قربانیو کورنیو سره د ژورې خواخوږۍ او غمشریکۍ په څرګندولو سره وویل: دغه طبعي پېښه د ټولو افغانانو لپاره ستره غمیزه ده، مونږ د انساني او اسلامي مسوولیت له مخې هرې ممکنې همکارۍ لپاره تیار یو ترڅو د شهیدانو کورنیو او ټپیانو د دردونو په کمولو کې ونډه واخلو.

کندهار:

د یو بل خبر له مخې، د کورنیو چارو وزارت ارشد معین د کندهار ولایت د زندان څخه د لیدنې ترڅنګ د یاد زندان له مسوولینو سره په اړوندو مسایلو خبرې اترې وکړې.

د کورنیو چارو وزارت ارشد معین محترم مولوي محمد ابراهيم "صدر"  او د یاد وزارت د سلاح د ثبت کمېسیون رئیس محترم مولوي محمد "اشرف" ورسره د نوموړي زندان رئیس محترم مولوي محب الله "ګرمسیري" سره ولیدل او په اړوندو مسایلو یې ورسره خبرې اترې وکړي.

داراز، د کورنیو چارو وزارت ارشد معین د زندان له بلاکونو څخه د لیدنې پر مهال زندانیانو ته یو لړ اصلاحي خبرې وکړې.

محترم مولوي محمد ابراهیم صدر د نوموړي زندان د مسوولینو له لورې د زندانیان د ښو خدماتو وړاندې په پار مننه وکړه او یاد زندان سره تر خپل وسې د همکارۍ ژمنه وکړله.

همداراز، د زندان رئیس محترم محب الله ګرمسیري د کورنیو چارو وزارت ارشد معین راتګ څخه د مننې ترڅنګ وویل: زندانیانو ته د لازمو اسانتیاوو برابرولو ترڅنګ یې د هغوی ټول انساني او شرعي حقونه خوندي دي او هڅه کوي څو زندانیان تر ازادېدو وروسته خپلو کورنیو او ټولنې ته د سالمو ،ګټورو او مصلحو وګړو په توګه وړاندې شي.

پکتیا:

د پکتیا ولایت د زندان او د یاد ولایت د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو ریاستونو په ګډه همکارۍ د نوموړي زندان ملکي کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې په موخه د پلان جوړونې یو ورځینۍ سمینار ترسره شو

بدخشان:

بل لور ته بیا، د بدخشان ولایت د زندان رئیس په مشرۍ پلاوي د دې ولایت د یمګان، جرم، بهارک، وردوج، اشکاشم، شغنان، نسي، شیکي، یفتل، کشم، بهارک او باوان ولسوالیو له توقیفخونو څخه په جلا جلا توګه ليدنه وکړله

 

د دغه ولایت د زندان رئیس الحاج داکتر صفدر "وردج" او مل پلاوي د نوموړي ولایت د یادو ولسوالیو له توقیفخونو څخه د لیدنې پرمهال د یادو توقیفخونو له مسوولینو سره پر اړوندو مسایلو خبرې اترې وکړې.

داراز، د بدخشان ولایت د زندان رئیس او مل پلاوي د یادو  ولسوالیو د توقیفخونو له توقیفیانو سره هم ولیدل او هغوی هم له نوموړي پلاوي څخه د دوی د وضعیت او حال د ارزونې له کبله د مننې تر څنګ خپلې ستونزې او غوښتنې شرېکې کړې، چې د پلاوي له لورې د هغوی دې غوښتنو ته د رسېدنې، د هغوی د حقونو رعایتولو او ورته د لازمو اسانتیاوو د برابرولو ژمنه وشوه.

همداشان، پلاوي د نوموړو ولسوالیو د توقیفخونو د اداري اسنادو، د پنځو والسوالیو د توقیفخونو بیا رغونې چارو له نیږدې وارزولې او اړوند مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.

میدان وردګ:

ورته مهال، د میدن وردګ ولایت د زندان مسوولینو د سید اباد ولسوالۍ د توقیفخونې څخه د ارزونې ترڅنګ یې د نوموړې ولسوالۍ د توقیفخونې مسوولینو سره ولیدل او توقیفیانو ته د لا ښو خدماتو وړاندې کولو په موخه ورته لازمې لارښوونې وکړې.

غزني:

په همدې حال کې، غزني ولایت د نظامي محکمې رئیس د نموړي ولایت له زندان څخه د لیدنې ترڅنګ د نوموړي ولایت د زندان مسوولینو او زندانیانو سره ولیدل او هر برخه کې یې د همکارۍ ډاډ ورکړ

هرات:

بلخوا بیا،  د هرات ولایت د زندان له محبوسینو سره د(۱۲۰)جوړو کالیو مرسته وشوه

 

د هرات ولایت د زندان مسوولین وايي، د نوموړي ولایت یو شتمن کس له لورې د یاد ولایت د زندان په (۱۲۰) تنو محبوسینو یوه یوه جوړه کالي وویشل شول.

په ورته وخت کې، د یاد زندان مسوولینو د نوموړي کس څخه د مننې ترڅنګ په خیریه بنسټونو او د دې ولایت په نورو شتمنو کسانو هم غږ وکړ څو د اړمنو کسانو لاسنېوی وکړي او د یاد زندان له محبوسینو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

فراه:

همدا شان، د فراه ولایت د زندان نظامي مدیر د یو پلاوي په مشرۍ د نوموړي ولایت د دشت بکواه ولسوالۍ د توقیفخونې له اداري او اعاشې برخو د چارو ارزونې ترڅنګ یې د نوموړې ولسوالۍ د توقیفخونې له مسوولینو سره هم ولیدل او توقیفیانو ته د لا ښو خدماتو وړاندې کولو په موخه ورته لازمې لارښوونې وکړې.

 

ربیع الاول ۱۰/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۲:۱۲
Background image

د کرنې وزارت د اراضۍ لوی رياست لخوا د زندانونو چارو د سمون ادارې ته ځمکه ولېږدول شوه

 په دغه ناسته کې، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ په لوی ریاست کې جوړه شوې وه، د اراضۍ ادارې د ځمکو د انتقال او وېش رئیس محترم مولوي سید محمد "سعید" او د زندانونو چارو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۲:۱۱
Background image

ولایتي خبرونه(پکتیا، سرپل) د پکتیا ولایت د زندان مسوولینو د کونړ ولایت زلزله ځپلو  سره مرسته وکړله

د نوموړي زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" وویل چي د یاد زندان امرینو او ساتونکو له لورې د کونړ ولایت زلزله ځپلو سره د یو شمېر نقدو پیسو مرسته وکړله، چې په زلزله کې خلک سخت زیانمن. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۲ - ۱۰:۲
Background image

ولایتي خبرونه: (ننګرهار، کندهار، پکتیا، بدخشان، میدان وردګ، غزني، هرات، فراه)

ننګرهار:

د ننګرهار ولایت د زندان مسوولینو د کونړ ولایت زلزله ځپلو  سیمو ته د مرستو په موخه سفر وکړ

د نوموړي زندان رئیس محترم سهیل "سعید" په مشرۍ پلاوي چې د یاد زندان روغتیايي ټیم یې. . .

BACK TO NEWS