ولایتي خبرونه (ننګرهار،هرات، بامیان، بغلان) د سره صلیب نړیواله کمېټه د ننګرهار ولایت د زندان له معلولو زندانیانو سره اړینې مرستې کوي

د سره صلیب ڼویوالې کمېټې مسوولینو د دې ولایت د زندان رئیس محترم مولوي سهیل "سعید" سره ولیدل او د معلولو زندانیانو ته د خدماتو وړاندې کولو په اړه ورسره خبرې وکړې.
د سره صلیب نړېوالې کمېټې تخینکي ټیم له لورې د نوموړي زندان د معلولو زندانیانو ته د ځېنو مصنوعي غړیو ترمیم او د یو شمېر نورو یې د پښو قالبونو اندازه واخيسته، څو په دې برخه کې د معلولو زندانیانو شته ستونزې هوارې شي.
داراز، د ننګرهار ولایت د زندان رئیس د یادې کمېټې د همیشنیو همکاریو څخه مننه وکړله او د سره صلیب نړېوالې کمېټې څخه يې وغوښتل چې دا ډول خدمات زیات کړي څو په پرمټ يې وکولی شي چې د معلولو زندانیانو فزیکي او روغتیا اړتیاوې پوره کړي.
د یو بل خبر له مخې، د هرات ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز سره د یونیسف موسسې له لورې د حفظ الصحې توکو مرسته وشوه
په دغه مرسته کې چې شامپو، صابون، د غاښونو کریم او برس شامل ول د نوموړي ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز پرمحجوزینو د دې مرکز مسوولینو په حضور کې ویشل شوه.
د دې ولایت د زندان رئیس د یونیسف موسسې له لورې دا ډول مرستې د محجوزینو روغتیا ساتنې په موخه اړینې یادې کړلې او زیاته یې کړله چې د محجوزینو د ښې پالنې په موخه به د مرستو په جلبولو کې هڅې لا ګړندۍ کړي.
بل لورته بیا، د بامیانوولایت د زندان ملکي او نظامي پرسونل ته یو ورځنی سمینار ترسره شو
د دې ولایت د زندان د تکړه استادانو له لورې د نوموړي زندان ملکي او نظامي پرسونل ته د پوهې لوړونې په موخه د اداري چارو د لا ښه ترسراوي او نظامي نظم او ډیسپلین په اړه هر اړخیز معلومات ورکړل شول.
په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د یاد زندان رئیس محترم مولوي محمد ابراهیم "حقاني" او یو شمیر نور مسولینو هم ګډون کړی وه په خپلو خبرو کې د سمینار ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د سمینار په ارزښت خبرې وکړې او له ګډونوالو څخه وغوښتل چې د ترلاسه کړو زده کړو څخه په عملي چارو کې ګټه پورته کړي.
بل خوا، د بغلان ولایت د زندان دننه جم نظام لپاره یو سړک په پاخه او اساسي ډول جوړ او ګټې اخیستې ته وسپارل شو
د دې ولایت د مسوولینو په وینا، یاد سړک چې سل متر اوږدوالۍ او شپږ متره سور لري د زندانونو چارو د سمون ادارې په مالي لګښت په پاخه او اساسي ډول جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
شعبان المعظم ۶/ ۱۴۴۶
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت