ولایتي خبرونه (میدان وردګ، بادغیس، بغلان) د میدان وردګ ولایت د زندان پرسونل او بندیانو لپاره د غاښونو کلینیک جوړ شو

news_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱ - ۱۵:۷
madan

دغه کلینیک، د یاد ولایت د زندان د مسوولینو په هڅو او د خییرو وګړو په مالي لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د میدن وردګ ولایت د زندان امر محترم مولوي صلاح الدین په یادو مراسمو کې د خپلو خبرو پرمهال، د خییرو وګړو له دې مرستې څخه مننه وکړله او ډاډ یې ورکړ چې په راتلونکې کې به هم د دغه ولایت د زندانیانو لپاره نورې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

یاد کلینیک پر طبي وسایلو سمبال دی چې پرمټ به  یې د زندان پرسونل او بندیانو لپاره د ډاکټرانو او طبي متخصصینو له خوا روغتیايي خدمتونه وړاندې کېږي.

 

د یو بل خبر له مخې، د بادغیس ولایت د زندان کارکوونکو ته یو ورځنی سمینار ورکړل شوو

 

د دې زندان مسوولینو په وینا،  د نوموړي زندان د با تجربه استادانو له لورې د یاد زندان کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې په موخه په دې یو ورځني سمینار کې د اداري چارو د لاښه ترسراوي او راپور وړاندې کولو په برخو کې اړه هر اړخیز معلومات ورکړل شول.

د بادغیس د زندان مسوولینو یاد سمینار په ارزښت خبرې وکړې  او ګډونوالو څخه وغوښتل چې د ترلاسه کړو زده کړو څخه په عملي چارو کې ګټه پورته کړي.

همداراز، د زندان امر یاد سمینار د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې لپاره ګټور وباله او د ورته نورو ښوونیزو برنامو پر دوام یې ټینګار وکړ.

 

بل خوا، د یونیسف موسسې له لوري د بغلان ولایت  د ښځینه محبوسو میندو ماشومانو او د یاد ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې له مرکز محجوزینو  سره د ژمنیو  او اړتیا وړ توکو مرسته وشوه

په دغه مرسته کې چې د مینځولو ، د لوبو وسایل او د اړتیا وړ نور توکي هم شامل ول، د دې ولایت د ښځینه محبس د زنداني میندو ماشومانو  او  د نوموړي مرکز په محجوزینو، په روڼه توګه  ووېشل شول.

د دې زندان مسوولینو د یادو مرستو په تړاو له یونیسف موسسې او د دې ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست څخه د مننې ترڅنګ، دغه مرستې  اړینې وبللې او ترخوا یې په نورو داخلي او نړیوالو بنسټونو هم غږ وکړ چې له دوی سره خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.

 

رجب المرجب ۱۹/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۹:۵۰
Background image

ولایتي خبرونه: (بلخ، کندهار، کونړ، پکتیا) د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د بلخ ولایت د زندان (۱۵۶۴) تنو زندانیانو سره د روغتیایي کېټونو او ژمنیو توکو مرسته وکړله

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست سره په همغږۍ د یاد ولایت د زندان (۱۵۶۴)تنو زندانیانو لپاره د روغتیایي کېټونو او د اړتیا. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۹:۲۱
Background image

د پکتیا ولایت د زندان رئیس د پکتیکا ولایت د زندان څخه لیدنه وکړله

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ د لارښوونې پر بنسټ د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" د پکتیکا ولایت د زندان امر محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین" سره ولیدل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۰:۲
Background image

ولایتي خبرونه ( پکتیکا، غزني، پکتیا ) د پکتیکا ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز محجوزینو  لپاره یو مجهز کمپیوټر لب جوړ شو

د پکتیکا ولایت زندان مسوولینو په وینا، د محجوزینو د ښې روزنې لپاره یو مجهز کمپیوټر لب د دې ولایت د کډوالو او رستنېدونکو او کار ټولنیزو چارو رئیسانو په حضور کې ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.. . .

BACK TO NEWS