ولایتي خبرونه (سمنګان- میدان وردګ- فاریاب) د سمنګان ولایت په زندان کې د فلزکارۍ شاپ پرانیستل شو.

news_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۵ - ۱۵:۲۲
ghoda

د سمنګان ولایت د زندان د مسوولینو په هڅو او د دې ولایت د تخنیکي او مسلکي تعلیماتو امریت سره په همغږۍ په دغه زندان کې د زندانیانو د حرفوي زده کړو په موخه د فلزکارۍ شاپ پرانیستل شو.

 همداراز، د دې زندان مسوولینو د رونېزو برنامو پلي کېدل د زندانیان په روزنه کې خورا اړین یاد کړل او په کورنیو او نړېوالو بنسټونو یې غږ وکړ څو په زندانونو کې د ورته نورو ښوونېزو او روزنېزو برنامو په چمتو کولو کې ورسره همکاري وکړي.

په ورته وخت کې، د دې ولایت د تخنیکي او مسلکي تعلمیاتو مسوولینو ژمنه وکړه چې په راتلونکې کې به د قالین اوبدلو (قالین بافۍ) شاپ هم پرانیزي.

د یادولو ده، چې په دغه شاپ کې به ۳۰ تنه زندانیان د فلزکارۍ په زده کړه بوخت شي. 

 

د یو بل خبر له مخې، د میدان وردګ ولایت د زندان او توقیفخونو د کارکونکو د ظرفیت لوړونې په موخه دوه ورځینی سمینار پای ته ورسېده

  د دغه ولایت د زندان د مسولینو په وینا، یاد سمینار یې د تجربه لرونکو ښوونکو له خوا پیل کړی وو، چې ګډونوالو سره یې د توقیفیانو  او محبوسینو د ساتنې له هغوی سره د ښه چلند او ورته د غوره اسانتیاوو برابرولو تر څنګ نور د اړتیا وړ مهم موضوعات شریک شول.

بل خوا بیا، د فاریاب ولایت د زندان مسوولین زیاتوي چې د یاد زندان په انګړ کې یې د یو جومات د بیا رغونې چارې روانې کړي چې په نږدې راتلونکي کې به بشپړې او په یو وخت کې به د لسګونو تنو لمونځ کوونکو ظرفیت لري.

 

جمادي اولاول ۲۳/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۱۱:۵۰
Background image

د ا.ا.ا د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس د یو پلاوي په مشرۍ د زندانونو د تربیت او اصلاح په موخه د (ICPA)   ۲۷م نړیوال کنفرانس کې د ګډون په پار ترکیې هیواد ته سفر وکړ

دغه کنفرانس، چې د ترکیې په استانبول ښار کې د (ICRC) نړیوالې موسسې په همغږۍ جوړ شوی، د ا.ا.ا. د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمد یوسف "مستري" او د دې ادارې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۱۱:۴۰
Background image

د کابل ولایت د څرخي پله مرکزي زندان (۱۰۲) تنه زندانیان له عفوې برخمن شول

د ا.ا.ا. د عالیقدر امیرالمومنین (حفظه الله) په سپارښتنه د سترې محکمې په مشرۍ او اړوندو نورو امارتي اورګانونو په غړیتوب ټاکل شوي پلاوي په دې وروستیو کې د زندانونو چارو د سمون ادارې په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۱۱:۲۰
Background image

ولایتي خبرونه: (کندهار، سمنګان) د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو یو شمېر زندانونو شاوخوا (۷۴۱) تنه محبوسین له عفوې او تخفیفه برخمن شول

د ا.ا.ا. د عالیقدر امیرالمومنین (حفظه الله) په سپارښتنه د سترې محکمې په مشرۍ او اړوندو نورو امارتي اورګانونو په غړیتوب ټاکل شوي پلاوي په دې وروستیو کې د زندانونو چارو د سمون ادارې په. . .

BACK TO NEWS