ولایتي خبرونه ( سرپل- کندوز- بامیان) د سرپل ولایت له ښځینه محیس او د کندوز ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې له مرکز سره د ژمنیو توکو مرسته وشوه
د دغه ولایتونو د یاد محبس او مرکز سره په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ادارې یا یونیسف د ماشومانو د خوندیتوب برخې له لوري چې د ژمي لپاره تودې جامې، بوټونه، جمپرونه، جورابې او داسې نور لازم توکي شامل دي د نوموړو مرکزونو مسوولینو ته وسپارل شول.
په ورته وخت کې، د دغو ولایتونو د زندان مسوولینو د یادې مرستندویه ادارې څخه د مننې ترڅنګ یادې مرستې اړینې و بللې او ویې ویل چې یاد توکې به په پوره امانتوالۍ او روڼه توګه په محجوزینو، ښځینه محبوسینو او د هغوی په ماشومانو ووشي.
د یو بل خبر له مخې، د بامیان ولایت د زندان مسوولینو تېره ورځ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د مرستندویه ماموریت "یوناما" د بشري حقونو د برخې له پلاوي سره ولیدل او د زندانیانو د ژوندانه د وضعیت، د هغوی د بشري حقونو د خوندیتوب او په نورو اړوندو موضوعاتو یې ورسره خبرې اترې وکړې.
د زندانونو چارو د سمون اداره تل هڅه کوي، څو زندانیانو او محجوزینو لپاره په زندانونو او د اصلاح او روزنې په مرکزونو کې د خپلې مالي بودیجې او همکارو داخلي او نړیوالو بنسټونو په ملاتړ د ژوند غوره اسانتیاوې برابرې کړي.
رجب المرجب ۱۸/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو اوعامه اړیکو امریت