ولایتي خبرونه (زابل، پکتیا، پروان) د زابل ولایت د زندان لسګونه تنه زندانیان د قرآن کریم ناظرې او د سواد زده کړو برخو څخه فارغ شول

news_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۲ - ۱۲:۴۱
ولایتثی

د دې ولایت د زندان ۵۸ تنه محبوسینو د قرآن کریم د ناظرې او سواد زده کړو دورې بشپړولو وروسته د فراغت سندونه ترلاسه کړل.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې چې د دې زندان امر محترم مولوي محمد هاشم "حقاني" اوعلماوو کرامو، د نوموړو زندانیانو د کورنیو غړو هم ګډون درلود، نوموړو مسوولینو د زندانیانو ښوونې او روزنې ته پاملرنه وستایله او له زندانیانو څخه یې وغوښتل چې خپل وخت بې ځایه تېر نه کړي او له دغه طلایي فرست څخه ګټه پورته، په دیني عصري او حرفوي زده کړو سمبال او د سالمو وګړو په توګه ټولنې سره یو ځای شي.

 

د یو بل خبر له مخې، د پکتیا ولایت مرستیال له لورې د دې ولایت د زندان محبوسینو ته د روژه ماتې میلستیا ورکړل شوه

 

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې چې ددې زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" او شمېر مسوولینو هم شتون درلود، د پکتیا مرستیال د زندانیانو د ښې ساتنې او پالنې او هغوی ته د اسانتیاوو برابرولو هڅې وستایلې او زندانیانو څخه وغوښتل په تېرو کړنو پېښمانه او په راتلوونکې کې د جرم مرتکب نه شي.

همداراز، د مراسمو په کې د دې ولایت مرستیال لورې د نوموړي زندان پر محبوسینو، او محجوزینو یوه یوه جوړه کالي وویشل شول.

 

بل خوا بیا، د پروان ولایت د زندان له ښځینه محبوسینو سره د (ډبلیو جي او) موسسې له لورې د حفظ الصحې توکو مرسته وشوه

یاده مرسته کې چې شامپو، صابون، دغاښونو برسونه او کریمونه او یو شمېر د اړتیا وړ نور توکي شامل ول، د یاد زندان مسوولینو له لورې د نوموړې موسسې د استازو په حضور کې په ښځینه محبوسینو باندې وویشل شوه.

داراز، د یاد زندان مسوولینو د نوموړې موسسې له مرستو څخه مننې ترڅنګ راتلونکو کې هم د ورته مرستو غوښتنه وکړله.

 

رمضان المبارک ۱۲/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت  

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۱:۱۵
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د څرخي پله مرکزي محبس د امنیتي معاون په دنده پېل وکړ

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ په وړاندیز او د ا.ا.ا د ریاست الوزرا  عالي مقام په منظورۍ  د څرخي پله مرکزي محبس د نوي امنیتي معاون په توګه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې، محترم مل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۵:۵۱
Background image

د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) د شفاهي هدایت سره سم په کندهار زندان کې فقهي مجلس دائر شو

یاد مجلس، چې د کندهار زندان په مسجد کې دایر شوی په کې د کندهار زندان رئیس محترم مولوي محب الله "ګرمسیري"، د کندهار زندان مدرسې(مصباح العلوم منصوریه) اړوند (٥٥) تنو علماوو او یو شمېر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۰:۳۹
Background image

تر دا دمه له ایرانه (۵۹۱) تنه محکوم په حبس افغانان هېواد ته رالېږدول شوي دي

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمدیوسف "مستري" چې په دې وروستیو کې یې د افغان زندانیانو د رالېږد کمېټې د مهم غړي په توګه د ایران هېواد ته رسمي سفر درلود او. . .

BACK TO NEWS