ولایتي خبرونه ( دایکندي، بامیان) د زندانونو چارو د سمون ادارې د بشري سرچېنو ریاست د مسوولینو له لورې د دایکندي ولایت د زندان ملکي پرسونل ته د ظرفیت لوړونې په موخه درې ورځینی سمینار  پای ته ورسېد

news_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۹ - ۱۲:۴۱
ولایتی

د نوموړې ادارې د بشري سرچېنو ریاست د مسوولینو له لورې د دایکندي ولایت د زندان ملکي پرسونل ته د ظرفیت لوړونې، مدیریتي چارو، سوانحو او د ګمارنې په برخه کې ورته هراړخیز معلومات ورکړل شول.

داراز، د یاد ولایت د زندران مسوولینو دا ډول سمینارونه د کارکوونکو د کاري وړتیا لوړونې په هدف مهم وګڼل او له یاد ریاست له مسوولینو  څخه یې د ورته نورو ګټورو پروګرامونو د پلي کولو غوښتنه وکړه او له ګډونوالو څخه یې وغښتل چې د ترلاسه کړو زده کړو څخه په خپلو چارو کې ښه ګټه واخلي څو په کاري چارو کې ېې نیمګړتیاوو ته د پای ټکۍ کېښودل شي.

همدا شان، د سمینار ګډونوالو د خوښی په څرګندولو سره د دغه ډول سمینارونو جوړول ګټور یاد کړل او یادې ادارې څخه يې د ورته برنامو پر جوړولو ټینګار وکړ.

په پای کې نوموړو مسوولینو له لورې د سمینار ګډونوالو ته ستاینلیکونه هم ورکړل شول.

 

د یو بل خبر له مخې، د بامیان ولایت د زندان اړوند ۸ رنجرې د دې ولایت د تخنیکي او مسلکي پرسونل له لورې ترمیم او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د یاد ولایت زندان مسوولینو په وینا  د دغه رنجرو په جوړېدو سره په دې برخه کې د دوی ستونزې هوارې شوې.

نوموړو مسوولینو د زندان د نقلیه وسایطو چلوونکو څخه وغوښتل چې د خپلو وسایطو په ساتنه کې جدې پاملرنه وکړي.

 

ربیع الاول ۱۶/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت   

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۱:۱۵
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د څرخي پله مرکزي محبس د امنیتي معاون په دنده پېل وکړ

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ په وړاندیز او د ا.ا.ا د ریاست الوزرا  عالي مقام په منظورۍ  د څرخي پله مرکزي محبس د نوي امنیتي معاون په توګه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې، محترم مل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۵:۵۱
Background image

د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) د شفاهي هدایت سره سم په کندهار زندان کې فقهي مجلس دائر شو

یاد مجلس، چې د کندهار زندان په مسجد کې دایر شوی په کې د کندهار زندان رئیس محترم مولوي محب الله "ګرمسیري"، د کندهار زندان مدرسې(مصباح العلوم منصوریه) اړوند (٥٥) تنو علماوو او یو شمېر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۰:۳۹
Background image

تر دا دمه له ایرانه (۵۹۱) تنه محکوم په حبس افغانان هېواد ته رالېږدول شوي دي

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمدیوسف "مستري" چې په دې وروستیو کې یې د افغان زندانیانو د رالېږد کمېټې د مهم غړي په توګه د ایران هېواد ته رسمي سفر درلود او. . .

BACK TO NEWS