ولایتي خبرونه(ننګرهار- بغلان-سمنګان) د ننګرهار ولایت په زندان کې د زندانیانو ترمنځ د سیرت النبي(صلی الله علیه وسلم)  سیالۍ پای ته ورسېده

news_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۲ - ۱۴:۲۷
ولایتی

د ننګرهار ولایت د زندان مسوولینو په وینا د دې ولایت په زندان کې د زندانیانو ترمنځ د سیرت النبي (صلی الله علیه وسلم) سیالۍ چې د یاد زندان د ښوونې او بیا روزنې امریت له لورې په لاره اچول شوې وې د یولړ مراسمو په ترڅ کې پای ته ورسېده.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې چې د زندانونو چارو د سمون ادارې د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظرمحمد "ناصري " په داسې حال کې چې د دې زندان رئیس محترم مولوي محمد مقتدا "حفظ الله" یو شمېر نورو مسوولینو او علماوو برخه لرله، د نبوي (صلی الله علیه وسلم) سیرت زده کړې او دغه ډول روزونکو برنامو په ارزښت یې خبرې وکړې.

داراز، محترم مولوي ناصري د یادې برنامې ګډونوالو ته په خپلو خبرو کې وویل، کوښښ کوي څو د هېواد په زندانونو کې ورته ښوونېزې برنامې په لاره واچوي ځکه دا د هر مسلمان ځوان دنده ده چې د خپل محبوب پیغمبر (صلی الله علیه وسلم) د مبارک سیرت څخه ځان خبر کړي او په خپل ورځني ژوند کې یې عملي کړي.

همدا راز، د یادې برنامې ویناوالو د دې زندان له رهبرۍ څخه مننه وکړه چې زندانیانو ته دغه ډول ګټورې برنامې یې په لاره اچولي او په راتلوونکې کې یې د دغه شان با ارزښته برنامو پر دوام ټینګار وکړ.

په پای کې، د یاد زندان د مسوولینو له لورې د دغې سیالۍ غوره زده کوونکو ته د لا هڅونې په موخه ډالۍ او ستاینلیکونه ورکړل شول.

د یو بل خبر له مخې، د بغلان ولایت د زندان د رهبرۍ پلاوي تېره ورځ د نوموړي ولایت د مرکزی بغلان ولسوالۍ له توقیفخونې څخه د لیدنې پرمهال د یادې توقیفخونې له مسوولینو سره په اړوندو مسایلو خبرې اترې وکړې.

دا راز، نوموړي د یادې ولسوالۍ د توقیفخونې د توقیفیانو لپاره له خوړو (اعاشې)، اباتې، اداري او تعمیراتي چارو د ارزونې تر څنګ له توقیفیانو  سره هم ولیدل او هغوی له نوموړي پلاوي څخه د دوی د وضعیت او حال د ارزونې له کبله مننه وکړه.

په ورته وخت کې، پلاوي د دې توقیفخونې مسوولینو ته لارښوونه وکړه څو د توقیفیانو په ساتنه، پالنه او هغوی ته د اسانتیاوو په برابرولو کې ځانګړې پاملرنه وکړي.

بل لور بیا، د سمنګان ولایت د زندان د نوي نظامي مدیر په توګه محترم قاري عبدالصمد د دې زندان پرسونل ته معرفي او رسماً یې په دې بست کې خپله دنده پیل کړه.

داراز، په دې اړه په جوړو شویو مراسمو کې ویناوالو د نوموړي زندان د مخکیني مسوول کړنې او فعالیتونه وستایل او د یاد زندان له پرسونل څخه یې له نوي مسوول سره د همکارۍ او په ګډه د چارو ښه پرمخ وړلو غوښتنه وکړه.

 

ربیع الثاني ۱۰/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۱۴:۴۴
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس په کابل کې د یوناما دفتر له مشرې  سره تودیعي ناسته ترسره کړله

د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمد یوسف "مستري" په داسې حال کې چې د دې ادارې یو شمېر رئیسانو او مسوولینو هم شتون درلود، د افغانستان لپاره د یوناما له مشرې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۱۴:۳۸
Background image

د کونړ ولایت زندان لپاره نوی امر وټاکل شو

د زندانونو چارو د سمون ادارې له خوا مولوي نعمت‌الله "زيد" د کونړ ولایت د زندان د نوي امر په توګه معرفي او په رسمي ډول یې خپله دنده پیل کړله.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې، د ننګرهار. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۶ - ۱۰:۴۲
Background image

د کابل ولایت د نشه یي توکو ځانګړي امنیت لرونکي محبس لپاره نوی امر په دنده وګومارل شو

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمدیوسف "مستري" په سپارښتنه د کابل ولایت د نشه یي توکو ځانګړي امنیت لرونکي محبس لپاره نوی امر په دنده وګومارل شو

په دې اړه په جوړ. . .

BACK TO NEWS