ولایتي خبرونه(میدان وردګ- غور) د یونما دفتر له لورې د میدان وردګ ولایت له ښځینه محبس سره مرسته وشوه
د دغه ولایت د زندان امر محترم مولوي صلاح الدین په افغانستان کې د ملګرو ملتومو سازمان د مرستندویه ماموریت "یوناما" د بشري حقونو د برخې له یوه پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل او د زندانیانو د ژوندانه د وضعیت، د هغوی د بشري حقونو د خوندیتوب او په نورو اړوندو موضوعګانو یې خبرې اترې وکړې.
د ا راز، د یوناما دفتر له لوري د دې ولایت له ښځينه محبس سره د کالیو ګنډلو ماشینونو،کمپلې اود اړتیا وړتوکو مرسته وشوه چې په روڼه توګه په محبوسینو ووېشل شو.
په پای کې، د زندان امر محترم مولوي صلاح الدین د یاد دفترمسوولینو څخه د خوښۍ ترڅنګ، کړې مرستې اړینې وبللې او ترخوا یې په نورو داخلي او نړیوالو بنسټونو هم غږ وکړ چې له دوی سره خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.
د یو بل خبر له مخې ، د غور ولایت د ښځینه زندان او دماشومانو د اصلاح او روزنې له مرکز سره د یونیسف موسسې له لورې د کمپلو مرسته وشوه
د یاد زندان مسوولینو په وینا، دغه کمپلې د یونیسف موسسې استازو په شتون کې د دې زندان په ښځینه زندانیانواو په محجوزینو په شفافه توګه وویشل شوې .
رجب المرجب ۱۵/ ۱۴۴۶
د مقام د دفتر ریاست
اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
