ولایتي خبرونه(فاریاب - پروان) د فاریاب ولایت د زندان د ودانۍ رنګمالي پای ته ورسېده

news_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱ - ۱۱:۴۱
ولایتی


د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ په هڅو او د هېواد زندانونو ته د پاملرنې په لړ کې دا ځل د دغې ادارې له خوا د فاریاب ولایت د زندان د ودانۍ دننه او د بیرون ټولو برخو رنګمالي پای ته ورسېده.
د فاریاب ولایت د زندان مسوولین په وینا، یاده اداره هڅه کوي چې زندانیاتو ته د خدمت په موخه د ادارې پرسونل ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي څو وکولی شي په مناسبه فضا کې خپلې کاري چارې مخته یوسي.  

د یو بل خبر له مخې، د سترې محکمې د تفتیش ریاست  پلاوي د پروان ولایت له زندانه لیدنه وکړه
د دغه زندان مسوولینو د سترې محکمې د تفتیش ریاست څخه راغلي پلاوي سره ولیدل او د زندانیانو د محاکماتي چارو او دوسیو څېړلو په هکله یې ورسره خبرې وکړې.
داراز، پلاوي د پروان ولایت له زندانیانو سره هم له نژدې ليدلي د هغوی ستونزې او غوښتنې یې اورېدلي، چې زندانیانو د پلاوي په ورتګ خوښي څرګنده کړه او د خپلو جرمي دوسیو د ژر څېړلو غوښتنه يې ترې وکړه.
په ورته وخت کې، نوموړي پلاوي زندانیانو ته ډاډ ورکړ چې د دوی ستونزې او غوښتنې به اړوندو مسوولینو سره شریکي کړي.
رجب المرجب- ۹/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۱:۱۵
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د څرخي پله مرکزي محبس د امنیتي معاون په دنده پېل وکړ

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ په وړاندیز او د ا.ا.ا د ریاست الوزرا  عالي مقام په منظورۍ  د څرخي پله مرکزي محبس د نوي امنیتي معاون په توګه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې، محترم مل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۵:۵۱
Background image

د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) د شفاهي هدایت سره سم په کندهار زندان کې فقهي مجلس دائر شو

یاد مجلس، چې د کندهار زندان په مسجد کې دایر شوی په کې د کندهار زندان رئیس محترم مولوي محب الله "ګرمسیري"، د کندهار زندان مدرسې(مصباح العلوم منصوریه) اړوند (٥٥) تنو علماوو او یو شمېر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۰:۳۹
Background image

تر دا دمه له ایرانه (۵۹۱) تنه محکوم په حبس افغانان هېواد ته رالېږدول شوي دي

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمدیوسف "مستري" چې په دې وروستیو کې یې د افغان زندانیانو د رالېږد کمېټې د مهم غړي په توګه د ایران هېواد ته رسمي سفر درلود او. . .

BACK TO NEWS