ولایتي خبرونه(غزني- بامیان) د غزني ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" د یو شمېر نړېوالو بنسټونو مسوولینو سره ولیدل او پر یو لړ مسایلو یې خبرې وکړې.
همداراز، د یادو بنسټونو له لوري د دغه ولایت له زندان سره د یوه اندازه روغتیايي توکو مرسته وشوه چې د یاد زندان د مسوولینو له لورې په پوره شفافیت سره پر زندانیانو وويشل شوه.
همدا راز، د غزني د زندان رئیس د یادې مرستې په موخه د مننې ترڅنګ دغه توکي اړین وبلل او له نوموړو یې د ورته نورو مرستو او همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.
د یو بل خبر له مخې، د بامیان ولایت د روغتیا ریاست له لورې د دې ولایت زندان سره د روغتیايي کیټونو مرسته وشوه
داراز، د یاد ولایت د روغتیا ریاست له لوري د دغه زندان سره (۱۴) روغتیايي کیټونو مرسته وشوه چې د یاد مرکز د مسوولینو له لورې په پوره شفافیت سره پر ښځینه محبوسینو او محجوزینو وويشل شوه.
ذوالقعدة الحرام ۲۶/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت