ولایتي خبر(بغلان) د بغلان ولایت په زندان کې د ( ۲۰) تنو زندانیانو لپاره د موبایل جوړولو (حرفوي زده کړو) شاپ پرانیستل شو
د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ په سپارښتنه او د دې ولایت د زندان د تخنیکي او مسلکي زده کړو امریت له لوري په یاد زندان کې شل تنو زندانیانو ته د موبایل جوړونې په شاپ کې د زده کړو زمینه برابره شوه
د نوموړي زندان مسوولینو په وینا، په دغه شاپ کې د با تجربه ښوونکو له لوري زندانیانو ته د موبایل جوړولو اساسي زده کړې ورکول کیږي.
داراز، د یاد ولایت له زندان سره د تخنیکي او مسلکي زده کړو امریت له لورې (۲) تنه د تجربې وړ استادانو د پیژندو تر څنګ د مابایل جوړولو لپاره د ماشینونو مرسته هم وشوه.
په پای کې، یادو زندانیانو د زندانونو چارو د سمون له ادارې څخه د برابرو شویو سهولتونو او زده کړو په پار مننه وکړله او په راتلونکو کې دې ته ورته د نورو حرفوي زده کړو د شاپونو جوړولو غوښتنوکي شول.
ذوالقعده الحرام ۶/ ۱۴۴۶
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
