ولايتي خبرونه( لوګر، بدخشان، لغمان، تخار، دایکندي) د لوګر، بدخشان، لغمان، تخار او دایکندي ولایتونو له زندانونو څخه سلګونه کسان خوشې او د ځېنو زندانیانو د بند په موده کې تخفیف ورکړل شو

news_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۰:۲۶
ولایتی

د عالیقدر امیرالمؤمنین شېخ القرآن والحدیث مولوي هبة الله "اخندزاده"(حفظه الله) د شفقت او مهربانۍ له مخې د سزا د عفوې او تخفیف د فرمان او  د سترې محکمې د حکم په اساس د لوګر، بدخشان، لغمان، تخار او دایکندي ولایتونو له زندانونو څخه (۱۵۲)تنو ته عفوه او (۱۸۶) تنو ته چې په دیني او عصري زده کړو کې یې برخه اخیستې او ښه ځلیدلي وو له تخفیف څخه برخمن شول.

د معلوماتو له مخې، د عالیقدر مشرتابه (حفظه الله) د فرمان او د سترې محکمې د حکم په اساس د دغه شمېر کسانو له ډلې په لوګر ولایت کې ۹ تنه کسان خوشي او ۲۶ زندانیانو ته د بند په موده کې تخفیف ورکړل شو.

همداشان، د بدخشان ولایت له زندان څخه ۷۲ تنه خوشي او د ۳۶ تنو  محبوسینو  په بند موده کې تخفیف ورکړل شو.

دغه راز، د لغمان ولایت له زندان څخه ۵۶  تنه ازاد شول او د ۸۳  تنو زندانیانو د بند په موده کې تخفیف ورکړل شو.

د تخار ولایت له زندان څخه ۷ تنه خوشي او ۲۱ تنو زندانیانو ته د بند په موده کې تخفیف ورکړل شو.

په همدې حال کې، د دایکندي ولایت له زندان څخه ۸ تنه خوشې او ۲۰ تنو زندانیانو په بند په موده کې تخفیف ورکړ شو.

د نوموړو ولایتونو مسوولینو، د دوی د ازادېدو له امله مبارکي وویله او له هغوی یې وغوښتل، څو په راتلونکې کې داسې اعمال ترسره نه کړي چې د اسلامي شریعت او افغاني ټولنې د اصولو خلاف وي.

د زندانونو چارو د سمون اداره ژمنه ده، چې د عفوې او تخیف په اړه فرمانونه په پوره امانتولۍ او روڼه توګه پلي کړي.

 

رجب المرجب ۲۲/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۹:۵۰
Background image

ولایتي خبرونه: (بلخ، کندهار، کونړ، پکتیا) د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د بلخ ولایت د زندان (۱۵۶۴) تنو زندانیانو سره د روغتیایي کېټونو او ژمنیو توکو مرسته وکړله

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست سره په همغږۍ د یاد ولایت د زندان (۱۵۶۴)تنو زندانیانو لپاره د روغتیایي کېټونو او د اړتیا. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۹:۲۱
Background image

د پکتیا ولایت د زندان رئیس د پکتیکا ولایت د زندان څخه لیدنه وکړله

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ د لارښوونې پر بنسټ د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" د پکتیکا ولایت د زندان امر محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین" سره ولیدل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۰:۲
Background image

ولایتي خبرونه ( پکتیکا، غزني، پکتیا ) د پکتیکا ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز محجوزینو  لپاره یو مجهز کمپیوټر لب جوړ شو

د پکتیکا ولایت زندان مسوولینو په وینا، د محجوزینو د ښې روزنې لپاره یو مجهز کمپیوټر لب د دې ولایت د کډوالو او رستنېدونکو او کار ټولنیزو چارو رئیسانو په حضور کې ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.. . .

BACK TO NEWS