زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس د کندهار ولایت د تخته پُل ولسوالۍ د معتادینو له روغتیایي مرکزه لیدنه وکړه
محترم مولوي محمد یوسف "مستري" په داسې حال کې، چې د کندهار د مرکزي زندان رئیس محترم ملا نعمت الله "سراجي" او د یاد زندان یوشمېر نورو مسئولینو یې هم ملتیا کوله، د نوموړي ولایت په تخته پُل ولسوالۍ کې پرنشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې له روغتیایي مرکز څخه لیدنه وکړه.
داراز، هغه په دغه روغتیایي مرکز کې پر نشه یي توکو د روږدو کسانو وضعیت له نږدې وارزاوه او د مرکز له مسئولینو سره یې خپلو امکاناتو ته په کتو د همکارۍ ډاډ ورکړ.
د کندهار ولایت د یادې ولسوالۍ د معتادینو روغتیايي مرکز مسوولینو د زندانونو چارو د سمون ادارې له رئیس محترم مولوي محمد یوسف "مستري" له دې ژمنې مننه وکړه او ویې ویل، هیله ده په دغه ولایت کې نور ملي او نړیوال بنسټونه او اورګانونه هم ورسره ورته مرستې وکړي.
رجب المرجب ۱/ ۱۴۴۴
د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست
