د یونیسف موسسې له لورې د بامیان ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې له مرکز سره د حفظ الصحې توکو مرسته وشوه

news_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۵ - ۱۰:۱
بامیان

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق "یونیسف" د یاد ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې له مرکز سره د حفظ الصحې توکو له جملې چې په کې د ځان مینځلو، کالیو مینځلو،غاښونو مینځلو بورس، کریم، صابون، شامپو او یو شمیر نور توکي شامل وو، د پلاوي په شتون کې په روڼه توګه په محجوزینو ووېشل شول.

همدا راز،  د دې زندان مسوولینو د یادو مرستو په تړاو له یونیسف موسسې او د دې ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست څخه د مننې دغه مرستې  اړینې وبللې او ترخوا یې په نورو داخلي او نړیوالو بنسټونو هم غږ وکړ چې له دوی سره خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.

 

د یو بل خبر له مخې، د بامیانو ولایت د زندان یوه پلاوي د دې ولایت د پنجاب ولسوالۍ له توقیفخونې څخه لیدنه وکړله

د دې ولایت د زندان نظامي مدیر محترم قاري بسم الله "عابد" په مشرۍ يوه پلاوي د یاد ولایت د پنجاب ولسوالۍ د توقیفخونو له چارو څخه ارزونه وکړله او اړوند مسوولینو ته یې لازمې لارښوونې وګړې.

 

رجب المرجب ۱۴/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۶ - ۱۴:۱۷
Background image

ولایتي خبرونه ( بامیان، فاریاب، غور) د بامیان ولایت د زندان (۳۹) تنه زندانیان له عفوې او تخفیفه برخمن شول

د ا.ا.ا. د عالیقدر امیرالمومنین (حفظه الله) په سپارښتنه د سترې محکمې په مشرۍ او اړوندو نورو امارتي اورګانونو په غړیتوب ټاکل شوي پلاوي په دې وروستیو کې د زندانونو چارو د سمون ادارې په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۵ - ۱۴:۱۷
Background image

ولایتي خبرونه: (ننګرهار، میدان وردګ، کندز) د ننګرهار ولایت په زندان کې د یو ملي سوداګر په مالي مرسته یو کلنیک جوړیږي.

د ننګرهار ولایت په زندان کې د کلنیک رغنیزې چارې چې د یاد زندان د مسوولینو په هڅو او د یو ملي سوداګر په مالي مرسته جوړیږي، د دې ولایت د زندان رئیس محترم مولو ي سهیل "سعید" او د نوموړي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۵ - ۱۰:۳۷
Background image

د کابل ولایت د څرخي پله مرکزي زندان (۷۷) تنه زندانیان له عفوې برخمن شول

د ا.ا.ا. د عالیقدر امیرالمومنین (حفظه الله) په سپارښتنه د سترې محکمې په مشرۍ او اړوندو نورو امارتي اورګانونو په غړیتوب ټاکل شوي پلاوي په دې وروستیو کې د زندانونو چارو د سمون ادارې په. . .

BACK TO NEWS