د کندهار د مرکزي زندان رئیس د دغه ولایت د سپين‌ بولدک او تخته ‌پُل ولسوالیو له توقیفخونو لیدنه وکړه

news_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۷/۱۰ - ۱۰:۴۶
زندان کندهار

د محترم ملا نعمت ‌الله "سراجي" په مشرۍ او د یو شمېر مسوولینو په ملتیا یوه پلاوي تېره ورځ، د کندهار ولایت د سپين بولدک او تخته‌ پُل ولسوالیو ته د جلا، جلا سفرونه په ترڅ کې د یادو ولسوالیو له توقیفخونو څخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې لومړی د نوموړو توقیفخونو مسوولینو پلاوي ته د ترسره شویو فعالیتونو، لاسته راوړنو او اړوندو چارو کې د ځینو ستونزو په هکله معلومات وړاندې کړل، چې پلاوي د یادو فعالیتونو او لاسته راوړنو ستاینه وکړه او د ستونزو د حل لپاره یې ورسره ژمنه وکړه.
دغه راز، پلاوي د نوموړو ولسوالیو د توقیفخونو له توقیفیانو سره له نږدې ولیدل، هغوی ورته د دې توقیفخونو د مسوولینو له خوا د ښه چلند او برابرو شویو اسانتیاوو له امله مننه وکړه، خو له پلاوي یې هیله څرګنده کړه، څو د دوی ځینو مهمو او روا غوښتنو ته رسېدنه وکړي، چې پلاوي يې تر خپله وسه د رسېدنې ډاډ ورکړ.
په ورته وخت کې، د کندهار ولایت د مرکزي زندان رئیس محترم ملا نعمت‌ الله "سراجي" او مل پلاوي یې د دې ولایت د سپين بولدک او تخته ‌پُل ولسوالیو له امنیه قومندانانو سره هم په جلا، جلا توګه وکتل او د یادو ولسوالیو د توقیخونو او توقیفیانو او کاري پرسونل د امنیت د لا ښه والي لپاره د همکارۍ پر زیاتوالي او د امنیتي پېښو څخه د مخنیوي په هکله هراړخیز بحث او خبرې وکړې، چې د نوموړو امنیتي مسوولینو له خوا پلاوي سره د بشپړې همکارۍ ژمنه وشوه.
یاد پلاوی ژمن دی، چې دوی به په دوامداره توګه د کندهار ولایت د زندان او بندیانو او توقیفخونو او توقیفیانو وضعیت څاري او ستونزو ته به یې پروخت رسېدنه کوي.

ربېع الاول- ۶/ ۱۴۴۴
د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۵۶
Background image

د کندز ولایت په زندان کې (۱۲۷) تنه زندانیان د محمدیه دارالعلوم له مدرسې څخه د قران کریم حفظ او ناظرې، نوراني قاعدې، او کسب زده کړو له روزنېزو برنامو څخه فارغ شول

د نوموړي زندان مسوولینو د یادې دورې محبوسینو او محجوزینو  فراغتغونډې ته د خپلو خبرو پرمهال په داسې حال کې، چې د یاد ولایت والي محترم مولوي نصر الله "مطیع"، د زندانونو چارو د تنظیم ادارې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۴۹
Background image

د کونړ ولایت د زندان نظامي مدیر او مل پلاوي یې د دې ولایت د پېچ درې ولسوالۍ له توقیفخونې څخه ليدنه وکړله

د دغه ولایت د زندان نظامي مدیر او مل پلاوي تېره ورځ د نوموړي ولایت د پیچ درې ولسوالۍ له توقیفخونې څخه د لیدنې پرمهال د یادې توقیفخونې له مسوولینو سره په اړوندو مسایلو خبرې اترې وکړلې.

. . .
چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۱۳
Background image

د حفظ او مراقبت او حفظ الصحې کمېټې مدیریت د پیاوړتیا لپاره درې ورځینی ورکشاپ پای ته ورسېد  

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د مرکز او ولایتونو زندانونو د هماهنګی، روغتیا، مالي، تفتیش، خدماتو او تعمیراتو برخې مسوولینو ته د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ICRC) له لوري د حفظ او مراقبت او. . .

BACK TO NEWS