د کار او ټولنيزو چارو وزارت معين د ننګرهار ولایت له زندان څخه ليدنه وکړله

news_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۵ - ۱۳:۳۶
ولایتی

د کار او ټولنيزو چارو وزارت معين محترم مولوي محمد زاهد "احمدزی" او ننګرهار ولايت د کار او د ټولنيزو چارو رئيس محترم مولوي فريدالله "حقاني" په ملتيا یوه پلاوي د ننګرهار ولايت زندان څخه د لیدنې ترڅنګ یې د نوموړي زندان مسوولینو سره په اړوندو مسایلو خبرې وکړي.

داراز، نوموړي پلاوي د یاد زندان اړوند د بېلابېلو حرفوي شاپونه څخه یې د لیدنې ترڅنګ له زندانيانو سره يې هم له نږدې وکتل او هغوی ته یې اصلاحي ويناوې وکړې او د حرفوي زده کړو پر ارزښت او د ټولنې ته د بېرته ستنېدو پر سالم بهير يې ټينګار وکړ.

همداراز، د کار او ټولنيزو چارو وزارت معين محترم مولوي محمد زاهد احمدزي ډاډ ورکړ، چې د راتلونکي مالي کال په بهير کې به د زندانونو چارو د سمون ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتې ژيکو اړيکو له رياست سره په همغږۍ، د حرفوي زده کړو بېلابېل شاپونه برابري کړي‎، څو زندانيان د حبس د مودې پر مهال مسلکي مهارتونه زده او له بند څخه تر خوشې کېدو وروسته وکولی شي د همدې مهارتونو له لارې خپل ژوند او د کورنيو اقتصادي اړتیاوې په مشروع ډول برابرې او له تکراري جرمونو څخه ځان وساتي.

 ورته مهال، د ننګرهار ولايت د زندان رئيس محترم مولوي سهيل "سعيد" د ياد پلاوي د ليدنې هرکلی وکړ او د حرفوي زده کړو د پراختيا پر اهميت يې ټينګار وکړ.

نوموړي زياته کړه، چې د حرفوي مهارتونو زياتوالی د زندانيانو په اصلاح، بيا ادغام او ټولنې ته د سالم وګړو په څېر د هغوی په وړاندې کېدو کې رغنده رول لري.

 

رجب المرجب ۱۵/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۹:۲۱
Background image

د پکتیا ولایت د زندان رئیس د پکتیکا ولایت د زندان څخه لیدنه وکړله

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ د لارښوونې پر بنسټ د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" د پکتیکا ولایت د زندان امر محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین" سره ولیدل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۰:۲
Background image

ولایتي خبرونه ( پکتیکا، غزني، پکتیا ) د پکتیکا ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز محجوزینو  لپاره یو مجهز کمپیوټر لب جوړ شو

د پکتیکا ولایت زندان مسوولینو په وینا، د محجوزینو د ښې روزنې لپاره یو مجهز کمپیوټر لب د دې ولایت د کډوالو او رستنېدونکو او کار ټولنیزو چارو رئیسانو په حضور کې ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۹
Background image

لوګر ولايت په زندان کې د ۲۵۰ تنو زندانیانو ترمنځ د دیني او علمي سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

 

د لوګر ولایت د زندان امر محترم مولوي حمیدالله "حیدري " وویل، په دې زندان کې د ۲۵۰ تنو بندیانو ترمنځ د دیني او علمي سیالۍ پایلې اعلان او مخکښ ګډونوال یې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې. . .

BACK TO NEWS