د کابل څرخي پله په ښځینه محبس کې د محکومو میندو د ماشومان لپاره یو وړکتون جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

news_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۶/۸ - ۱۷:۱۶
نوری

زندانونو او زندانیانو ته د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ او مسوولینو د پاملرنې په ترڅ کې، دا ځل دې ادارې په کابل کې د ښځینه محبوسینو د ماشومانو لپاره یو نوی او په اړوندو وسایلو سمبال(د ماشومانو د دوستانه محیط) په نوم د یو وړکتون پرانیستنه وکړه.
د یادې ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو رئیس محترم سیداحمد "اسحاقزي" نن(چهارشنبې) په دې اړه د جوړو شویو مراسمو پرمهال، چې د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي عبدالوارث "سادات"، د روغتیا رئیس محترم مولوي عبداللطیف"سجاد"، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ادارې یا یونیسف د ماشومانو د خوندیتوب برخې مسئول ښاغلي مېري او ورسره همکارانو، د اشیانې موسسې رئیس محترم حشمت الله "حیات" او همکارانو او د ښځینه محبس یو شمېر مسوولینو هم شتون درلود وویل، دا وړکتون د یونیسف دفتر په مالي لګښت او د اشیانې موسسې په همکارۍ جوړ او پر اړتیا وړ توکو مجهز شوی دی.
نوموړي له یونیسف دفتر او اشیانې موسسې څخه مننه وکړه چې د ماشومانو لپاره یې یو داسې اساسي وړکتون جوړ کړ، چې دلته به ماشومانو ته د لوبو ترڅنګ، د ښځینه ښوونکو له خوا ښوونه او روزنه هم ورکول کېږي.
داراز، نوموړي يو ځل بيا پر يونيسف او نورو همکارو بنسټونو غږ وکړ، چې له دوی سره د محبوسو میندو او د هغوی د ماشومانو لپاره د ورته اسانتياوو  په رامنځته کولو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
همداشان، د زندانونو چارو د سمون ادارې د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي عبدالوارث "سادات" يادو مراسمو کې د وينا پرمهال ماشومان د ټولنې د روښانه راتلونکې لپاره مهمه برخه وګڼله او د هغوی پر سالمې روزنې او ښې پالنې يې ټينګار وکړ.
همداراز، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ادارې یا یونیسف د ماشومانو د خوندیتوب برخې مسئول ښاغلي مېري د دغو مراسمو ګډونوالو ته په خبر کې وویل، يونيسف تل کوښښ کوي چې د ټولو ماشومانو په ځانګړې توګه په بند کې له زنداني ميندو سره ماشومانو لپاره يې یو غوره او خوندي چاپېریال رامنځته کړي.
هغه زياته کړه" دا چې اوس دلته د دې ماشومانو پر شونډو موسکا وينو موږ ته ډېر د خوښۍ ځای دی".
د یو بل خبر له مخې د (UNODC) موسسې د کابل څرخي پله ښځینه محبس سره د غاښونو د کريم، برس، د حمام صابون، شامپو او جان پاک په ګډون (۲۷۰) کڅوړو مرسته وکړه.
د مسوولینو په وینا، دوی به يادې کڅوړې د یو شفاف بهیر په ترڅ کې د دې محبس پر ښځینه محبوسینو وويشي.

صفر المظفر ۱۳/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۴۲
Background image

د ایران اسلامي جمهوري دولت له لورې(۱۶۴) تنه محکوم په حبس افغانان ا.ا.ا. ته وسپارل شول

د ا.ا.ا. د زندانونو چارو د تنظیم ادارې په غړیتوب د افغان زندانیانو د رالېږد کمېټې په هڅو او د ایران اسلامي جمهوري دولت د حسن نیت پر بنسټ تېره ورځ د (۳) مېرمنو په ګډون(۱۶۴) تنه محکوم په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۱:۱۵
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د څرخي پله مرکزي محبس د امنیتي معاون په دنده پېل وکړ

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ په وړاندیز او د ا.ا.ا د ریاست الوزرا  عالي مقام په منظورۍ  د څرخي پله مرکزي محبس د نوي امنیتي معاون په توګه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې، محترم مل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۵:۵۱
Background image

د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) د شفاهي هدایت سره سم په کندهار زندان کې فقهي مجلس دائر شو

یاد مجلس، چې د کندهار زندان په مسجد کې دایر شوی په کې د کندهار زندان رئیس محترم مولوي محب الله "ګرمسیري"، د کندهار زندان مدرسې(مصباح العلوم منصوریه) اړوند (٥٥) تنو علماوو او یو شمېر. . .

BACK TO NEWS