د کابل ولایت په مرکزي توقیفخونه کې ( ۶۴) تنه توقیفیان د دیني زده کړو له دورو څخه فارغ شول

news_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۴ - ۱۰:۱۷
توقیف

په دې اړه جوړه شویو مراسمو کې چې د زندانونو چارو د سمون ادارې  نظامي مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" د نظامي معاونیت د ارکان رئیس محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا" د مقام د دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله "ګلزاد"، د کابل ولایت د توقیفخونو رئیس محترم قاري محمد ګل "جګرخون"، د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظر محمد "ناصري"، د ځینو وزارتونو او مستقلو ادارو ویاندویانو او مطبوعاتو  مسوولینو او علماوو ګډون درلود، له یادو دورو څخه د نوموړو توقیفیانو  فراغتغونډې ته د خپلو خبرو پرمهال د دوی د فراغت مبارکي وویله او زیاته یې کړله، چې زندانیانو لپاره د زده کړو ښه زمینه برابرې شوې توقیفیان کولی چې په دیني، عصري او حرفوي زده کړو کې په لېوالتیا سره برخه واخلي ځکه چې دغه زده کړې د دوی په اصلاح کې مثبتې تمامې شوي دي.

دا راز، نظامي مرستيال په خپلو خبرو کې وویل؛ د عاليقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌ الله) له لوري د زندانیانو لپاره جوړ شوی (۳۹)طرزالعمل د مرکز او ۳۳ ولايتونو ته لېږل شوی او په دوامداره توګه يې تطبيق او څارنه ترسره کيږي.

همدا شان محترم قاري محمد ګل جګرخون وویل چې زندانونه اوس په مدرسو بدل شوي او زندانیانو لپاره د زده کړو ښه زمینه برابره شوې څو وکولی شي د زده کړو پر مټ د سالم وګړو په څېر له ټولنې سره یو ځای شي.

محترم قاري جګرخون زیاتوي چې له توقیفیانو سره د وروڼو په شان چلند کیږي او د هغوی ټول شرعي او انساني حقوق خوندي دي،

همهاله، د یادې غونډې ویناوالو د قرآن عظم الشان په فضیلت او د بنديانو د اصلاح په اړه خبرې وکړې او د حفظ دورو او حرفوي زده کړو دوامدار تنظيم او ترتیب یې نيک ګام وباله او زياته يې کړه، چې زندان د مجرمینو د ژوند لپاره يو تربيتي پړاو دی بايد دوی د خپلې اصلاح لپاره کار وکړي.

د یادونې ده، د کابل ولایت په مرکزي توقیفخونه کې د امام ابو یوسف(رحمه الله) مدرسې څخه د ديني برنامو له لارې ۶۴ تنه توقیفیان فارغ شول.

یاد مراسم ګډونوالو ته د فراغت د سند په توګه د تصدیق پاڼو په ورکړې او د خیر د دعا په کولو سره پایته ورسېده.

 

ربېع الاخر ۲۳/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۴۲
Background image

د ایران اسلامي جمهوري دولت له لورې(۱۶۴) تنه محکوم په حبس افغانان ا.ا.ا. ته وسپارل شول

د ا.ا.ا. د زندانونو چارو د تنظیم ادارې په غړیتوب د افغان زندانیانو د رالېږد کمېټې په هڅو او د ایران اسلامي جمهوري دولت د حسن نیت پر بنسټ تېره ورځ د (۳) مېرمنو په ګډون(۱۶۴) تنه محکوم په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۱:۱۵
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د څرخي پله مرکزي محبس د امنیتي معاون په دنده پېل وکړ

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ په وړاندیز او د ا.ا.ا د ریاست الوزرا  عالي مقام په منظورۍ  د څرخي پله مرکزي محبس د نوي امنیتي معاون په توګه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې، محترم مل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۵:۵۱
Background image

د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) د شفاهي هدایت سره سم په کندهار زندان کې فقهي مجلس دائر شو

یاد مجلس، چې د کندهار زندان په مسجد کې دایر شوی په کې د کندهار زندان رئیس محترم مولوي محب الله "ګرمسیري"، د کندهار زندان مدرسې(مصباح العلوم منصوریه) اړوند (٥٥) تنو علماوو او یو شمېر. . .

BACK TO NEWS