د کابل ولایت له مرکزي زندانه (۴۰۶) تنه خوشې شول

news_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱/۱۸ - ۱۳:۵۰
رهایی

د ا.ا.ا. د امیرالمؤمنین شېخ القران و الحدیث مولوي هبة الله "اخندزاده" (حفظهالله) په شفقت د ۱۴۴۵ه ق کال د روژې مبارکې میاشتې او کوچني اختر په مناسبت د عفوې او تخفیف په موخه د زندانونو چارو د سمون ادارې د مربوطه زندانیانو اړوند د صادر شوي فرمان له مخې، نن(شنبې) ۴۰۶ تنه خوشې شول.

چې د هېواد د سترې محکمې د معلوماتو پربنسټ، له دې ډلې۳۳۸ یې نارینه محبوسین، ۴۰ یې ښځینه محبوسینې او ۲۸ تنه یې ماشومان محجوزین وو.

د زندانونو چارو د سمون ادارې سرپرست او د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم قاري عبدالله "همدرد" په دې اړه د جوړ شوي محفل پرمهال، چې د ادارې د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر"، او د ادارې د یو شمېر رئیسانو ترڅنګ د هېواد د سترې محکمې د تفتیش ریاست، د ا.ا.ا. د عالیقدر مشرتابه د حکمونو او فرمانونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست، د کورنیو چارو وزارت او استخباراتو لوی ریاست صلاحیت لرونکو استازو او د ملي او نړیوالو رسنیو خبریالانو هم شتون درلود، لومړی نوموړو محبوسینو او محجوزینو ته د دوی د ازادېدو له امله مبارکي وویله او له هغوی یې وغوښتل، څو په راتلونکې کې داسې اعمال ترسره نه کړي چې د اسلامي شریعت او افغاني ټولنې د اصولو خلاف وي.

دا راز، د نوموړې ادارې سرپرست او د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم قاري عبدالله "همدرد" زیاته کړه، د دغې فرمان له مخې هغه محبوسين او محجوزين چې د حق‌العبدۍ مسئولیت يې نه درلود، د خپل قيد ډېره موده يې تېره کړې وه او د اصلاح نښې په کې ليدل شوې وې، د سزا د عفوې او تخفيف وړ وګڼل شول.

په ورته وخت کې، د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله بدر په یاد محفل کې د خبرو په ترڅ کې پر رسنیو غږ وکړ، چې دوی دې کوښښ وکړي د زندانیانو د وضعیت په اړه بې بنسټه خبرونه خپاره نه کړي.

د نظامي چارو مرستیال زیاته کړه، په افغانستان کې شته ټولې ملي او نړیوالې رسنۍ هر کله کولای شي چې له زندانیانو سره له نږدې وګوري، د هغوی حال و پوښتي او کره ریپوټونه پرې جوړ کړي.

محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" رسنیو ته په خطاب کې وویل: «همدا اوس تاسو کولی شئ دغه محوبسین او محجوزین چې نن د عفوې او تخفیف په فرمان کې داخل او خوشې شول، زموږ له حضور پرته او له زندانه بهر ترې د زندان د وضعیت او د مسوولینو د چلند په اړه پوښتنه وکړئ او زه ډاډه یم چې مثبت ځواب به درکړي».

همدا شان، د زندانونو چارو د سمون ادارې له عدلي او قضایي اورګانونو سره د اړیکو رئیس محترم مولوي عبدالله "حقیق" د یاد محفل ګډونوالو ته په خبرو کې وویل، یاد شمېر محبوسین او محجوزین چې د سزا د عفوې او تخفيف په دې فرمان کې شامل وو، د روڼ بهیر په ترڅ کې یې ځینې خوشې شول او د ځینو په حبس او حجز کې کموالی راغی.

د هغه په وینا، دا لړۍ همدا اوس د هېواد په ټولو زندانونو کې روانه ده او له مخې به یې لیستونه د زندانونو چارو د سمون ادارې سره شریک او له اختر وړاندې به خوشې شي.

په ورته مهال، د کابل ولایت له ښځینه او نارینه محبسونو څخه خوشې شویو محبوسینو او د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز محجوزینو له یاد فرمان څخه په برخمنېدو خوښي وښوده او ژمنه یې وکړه چې په راتلونکي کې به له ناوړه کړنو ډډه کوي او په دغه محبسونو او مرکز کې د ترلاسه کړیو دیني او عصري او حرفوي زده کړو پربنسټ به ټولنې ته د خدمت جوګه شي.

 

رمضان المبارک ۲۷/ ۱۴۴۵

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۱۰:۴۲
Background image

د پکتیکا ولایت په زندان کې د زندانیانو ترمنځ د (اسلام اساسات) کتاب تر نامه لاندې سیالۍ پای ته ورسېدې

په دغه سیالۍ کې، چې د دې ولایت د زندان (۱۵۰) تنو زندانیانو برخه اخیستې وه، د هغوی د فکري روزنې او د مطالعې فرهنګ د ودې په موخه د الکوثر فکري او فرهنګي ادارې په همکارۍ او د نوموړي زندان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۱۰:۳۳
Background image

ولایتي خبرونه : (غور، هرات) د غور ولایت د زندان (۷۶) تنه زندانیان له عفوې او تخفیفه برخمن شول

د ا.ا.ا. د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) په سپارښتنه د سترې محکمې په مشرۍ او اړوندو نورو امارتي اورګانونو په غړیتوب ټاکل شوي پلاوي په دې وروستیو کې د زندانونو چارو د سمون ادارې په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۱۵:۳۸
Background image

د ا.ا.ا. د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس او مل پلاوي د ترکیې هېواد د زندانونو ادارې عمومي رئیس سره ولیدل.

 

د ا.ا.ا د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئيس محترم الحاج مولوي محمد یوسف "مستري" په استانبول کې د ا.ا.ا. جنرال قونسل محترم مفتي محمد عظيم "عظيمي" په ملتیا د  زندانونو د روزنې او. . .

BACK TO NEWS