د کابل ولایت د څرخي پله مرکزي زندان په انګړ کې د زندانیانو لپاره د څلورو حرفوي زده کړو درې میاشتنۍ دوره پېل شو

news_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۱ - ۱۴:۲۳
افتتاح

یاده دوره، د زندانونو چارو د سمون ادارې په همغږۍ او تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې په همکارۍ او همداشان د خان پور افغان خیریه بنسټ له لورې، چې په کې د کابل ولایت د څرخي پله مرکزي زندان (۱۲۰) تنو زندانیانو ته د درې میاشتو په لړ کې د قالین اوبدلو، موبایل او سولر سیستم ترمیمولو او خیاطۍ زده کړې به د با تجربه استادانو له لورې ورکول کیږي.

په دې اړه جوړه شوې غونډه کې، د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمد یوسف"مستري" په داسې حال کې، چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې معین محترم مولوي غلام سعید " احساس"، د دغې ادارې د مقام د دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله"ګلزاد"، د کابل ولایت د څرخي پله مرکزي زندان رئیس محترم الحاج مولوي عبدالمالک "خاکسار"، د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظر محمد "ناصري" له ولایتونو سره د اړیکو رئیس محترم مولوي عبد الحی " اخندزاده "او د امارتي ادارو یو شمېر مسولینو هم شتون درلود، د وینا پرمهال د خان پور افغان خیریه بنسټ له همکاریو مننه وکړله، او وویل؛ دلته په زندان کې زندانیان زمونږ میلمانه دي، زمونږ هڅه داده چې د زندانیانو ټول انساني او شرعي حقوق خوندي وي.

داراز، د زندانونو چارو د سمون ادارې رئیس له زندانیانو وغوښتل څو د شته فرصت او ستادانو له تجربو څخه ښه ګټه پورته کړي، څو په راتلونکي کې د یو صالح او ګټور شخص په توګه خپلې ټولنې او کورنۍ ته ور وګرځی.

داشان، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې معین په یاده غوڼده کې د خبرو پرمهال زندانیاتو ته زیاته کړله، چې په خپلو بدو کړنو پښیمانه او توبه وباسی، په ځان کې اصلاح راولی، د یادې ادارې له لورې چې کوم تعلیمات درکول کیږي په کې پوره ونډه واخلئ څو د بند مودې په پوره کېدو څخه وروسته د یو کاسب او ګټور شخص په توګه له ټولنې سره یوځای شی.

همداراز، د ادارې د مقام د دفتر رئیس په یادو مراسمو کې زیاته کړله، زمونږ موخه داده، څو زندانیان په ښه توګه د مختلفو برنامو پر مټ وروزو څو خپلې کورنۍ ته حلاله روزي پیدا او پاتې ژوند په ښه توګه تیر کړي او ټولنې ته ګټور واقع شي.

په همدې توګه، د ښوونې او بیا روزنې رئیس وویل؛ زمونږ هدف ولس ته خدمت کول دي، هڅه مو داده چې زندانونه پر مدرسو او پوهنتونو بدل کړو، څو په راتلونکې کې د زندان مودې تر تېریدو وروسته ټولنې ته د یو عالم، قاري او یو با سواد شخص په توګه ور وګرځي.

په پای کې، یاد غوڼده د خير دعايې په ویلو سره پای ته ورسېده.

  

 شعبان المعظم ۲۲/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۱ - ۱۴:۲۳
Background image

د کابل ولایت د څرخي پله مرکزي زندان په انګړ کې د زندانیانو لپاره د څلورو حرفوي زده کړو درې میاشتنۍ دوره پېل شو

یاده دوره، د زندانونو چارو د سمون ادارې په همغږۍ او تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې په همکارۍ او همداشان د خان پور افغان خیریه بنسټ له لورې، چې په کې د کابل ولایت د څرخي پله مرکزي زندان. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۰ - ۱۳:۵۴
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې او د سره صلیب نړۍوالې کمېټې ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمد یوسف"مستري" په داسې حال کې، چې د دغې ادارې د مقام د دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله"ګلزاد"، د اقتصادي برنامو او ستراتیژیکو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۰ - ۱۲:۳۸
Background image

ولایتي خبرونه: (غزني، هرات، بادغیس) د غزني ولایت د زندان کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې په موخه یوه ورځینی سیمنار ترسره شو

دغه سیمنار، چې د یاد ولایت زندان د مسوولینو په همغږی د اداري اصلاحاتو او ملکي خدموتونو امریت له لورې د زندان کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې په موخه جوړ شوی وو، ګډونوالو ته د ارزیابۍ. . .

BACK TO NEWS