د کابل ولایت د څرخي پله مرکزي زندان له نظامي پرسونل څخه د ادارې په شپې لېسه کې د شاملېدو په موخه د ټولګي د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

news_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۶ - ۱۴:۴۱
امتحان

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمدیوسف "مستري" په لارښوونه، د ادارې د ښوونې او بیا روزنې د رئیس محترم مولوي نظرمحمد"ناصري" په هڅو او د پوهنې وزارت په همکارۍ نن (چهار شنبې) په داسې حال کې چې د پوهنې وزارت د ازموینو د کمېټې رئیس محترم مولوي عبدالواحد "واحد یار" او مل پلاوي یې هم شتون درلود، د ادارې له شا او خوا (۳۱) تنو نظامي پرسونل څخه چې د مخه یې نوم لیکنه کړې وه په شپې لېسه کې د شاملېدو په هدف د ټولګي د تثبیت په موخه ازموینه واخیستل شوه.

د محترم مولوي ناصري په وینا:« یاده ازموینه د هغو نظامیانو لپاره ده چې په تېر کې یې د ځینو ستونزو له امله زده کړې نیمګړې پاتې شوې وې، د ادارې په هڅو مو ورته دا فرصت برابر کړی څو د پوهنې وزارت د یادې ازموینې له مخې د دوی د ټولګی تثبیت او په مختلفو ټولګیو کې به شامل شي چې د رسمیاتو څخه وروسته د ادارې په شپې لېسه کې خپلې زده کړې بشپړې کړي.

داراز، د پوهنې وزارت د ازموینو د کمېټې رئیس محترم مولوي عبدالواحد واحدیار په خبره،  دغه ښوونځي کې د شاملېدو په موخه ګډونوال به د خپلې وړتیا له مخې په (لسم، یوولسم او دولسم) ټولګیو کې له ازموینې ورسته شامل او د ۱۲-ام  ټولګي د بشپړولو ورسته به د پوهنې وزارت له لوري د فراغت سندونه ورکړل شي.

 

رجب المرجب ۱۴/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست    

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۹:۵۰
Background image

ولایتي خبرونه: (بلخ، کندهار، کونړ، پکتیا) د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د بلخ ولایت د زندان (۱۵۶۴) تنو زندانیانو سره د روغتیایي کېټونو او ژمنیو توکو مرسته وکړله

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست سره په همغږۍ د یاد ولایت د زندان (۱۵۶۴)تنو زندانیانو لپاره د روغتیایي کېټونو او د اړتیا. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۹:۲۱
Background image

د پکتیا ولایت د زندان رئیس د پکتیکا ولایت د زندان څخه لیدنه وکړله

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ د لارښوونې پر بنسټ د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" د پکتیکا ولایت د زندان امر محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین" سره ولیدل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۰:۲
Background image

ولایتي خبرونه ( پکتیکا، غزني، پکتیا ) د پکتیکا ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز محجوزینو  لپاره یو مجهز کمپیوټر لب جوړ شو

د پکتیکا ولایت زندان مسوولینو په وینا، د محجوزینو د ښې روزنې لپاره یو مجهز کمپیوټر لب د دې ولایت د کډوالو او رستنېدونکو او کار ټولنیزو چارو رئیسانو په حضور کې ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.. . .

BACK TO NEWS