د کابل ولایت د څرخي پله مرکزي زندان له نظامي پرسونل څخه د ادارې په شپې لېسه کې د شاملېدو په موخه د ټولګي د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

news_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۲ - ۱۱:۳۹
امتحتن

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمدیوسف "مستري" په لارښوونه، د ادارې د ښوونې او بیا روزنې د رئیس محترم مولوي نظرمحمد"ناصري" په هڅو او د پوهنې وزارت په همکارۍ نن (پنج شنبې) په داسې حال کې چې د ادارې د داخلي تفتېش رئیس محترم مولوي فضل احمد "احمدي"، د پوهنې وزارت د ازموینو د کمېټې رئیس محترم مولوي عبدالواحد "واحد یار" او مل پلاوي یې هم شتون درلود د ادارې له شا او خوا (۸۰) تنو نظامي پرسونل څخه چې د مخه یې نوم لیکنه کړې وه په شپې لېسه کې د شاملېدو په هدف د ټولګي د تثبیت په موخه ازموینه واخیستل شوه.

د محترم مولوي ناصري په وینا:« یاده ازموینه د هغو نظامیانو لپاره ده چې په تېر کې یې د ځینو ستونزو له امله زده کړې نیمګړې پاتې شوې وې، د ادارې په هڅو مو ورته دا فرصت برابر کړی څو د پوهنې وزارت د یادې ازموینې له مخې د دوی د ټولګی تثبیت او په مختلفو ټولګیو کې به شامل شي چې د رسمیاتو څخه وروسته د ادارې په شپې لېسه کې خپلې زده کړې بشپړې کړي.

داراز، د پوهنې وزارت د ازموینو د کمېټې رئیس محترم مولوي عبدالواحد واحدیار په خبره،  دغه ښوونځي کې د شاملېدو په موخه ګډونوال به د خپلې وړتیا له مخې په (لسم، یوولسم او دولسم) ټولګیو کې له ازموینې ورسته شامل او د ۱۲-ام  ټولګي د بشپړولو ورسته به د پوهنې وزارت له لوري د فراغت سندونه ورکړل شي.

 

ربیع الاول ۳۰/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست    

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۸ - ۱۴:۵۹
Background image

ولایتي خبرونه:(بادغیس، لغمان، غزني، غور) د بادغیس ولایت د زندان مسوولینو د کونړ ولایت له زلزله ځپلو سره مرسته وکړله

د نوموړي زندان مسوولینو وویل، د یاد زندان د مسوولینو له لورې د کونړ ولایت زلزله ځپلو سره مالي مرسته را ټوله کړې او د یاد ولایت د مرستو راټولو کمېسیون ته یې وسپارل، چې د زلزلې له امله. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۱۴:۴۴
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس په کابل کې د یوناما دفتر له مشرې  سره تودیعي ناسته ترسره کړله

د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمد یوسف "مستري" په داسې حال کې چې د دې ادارې یو شمېر رئیسانو او مسوولینو هم شتون درلود، د افغانستان لپاره د یوناما له مشرې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۱۴:۳۸
Background image

د کونړ ولایت زندان لپاره نوی امر وټاکل شو

د زندانونو چارو د سمون ادارې له خوا مولوي نعمت‌الله "زيد" د کونړ ولایت د زندان د نوي امر په توګه معرفي او په رسمي ډول یې خپله دنده پیل کړله.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې، د ننګرهار. . .

BACK TO NEWS